ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده

چین: د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده

author avatar
1 Feb 2024 - 17:09
چین: د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده
author avatar
1 Feb 2024 - 17:09

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د چین د ولسمشر له خوا د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک له منلو وروسته، امریکا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ماهیت روښانه کولو غوښتنه کړې، بېجینګ ویلي چې د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه پروسه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د سفیر د اعتبارلیک منل په بېجینګ کې یوه عادي ډیپلوماتیکه لړۍ ده.

هغه هیله څرګنده کړې څو نړۍ د افغانستان له سرپرست حکومت سره لا ډېر تعامل ولري او اسلامي امارت دې وهڅوي چې د نړۍوالو اندېښنو ته ځواب ووایي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان په اړه د چین سیاست ثابت او روښانه دی.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له دې مخکې امریکا له چین څخه غوښتي وو چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره دې د اړیکو ماهیت روښانه کړي.

چین د افغانستان له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکي لري، خو د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه یې کوم اقدام نه دی کړی او د نورو هېوادونو په څېر یې د بشري حقونو پر رعایت، له ترهګرۍ سره ‌د مبارزې او ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو شرایط مطرح کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چین د ولسمشر له خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر د اعتبارلیک منل له اسلامي امارت سره د بېجینګ رسمي تعامل بولي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.