ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت جوړېږي

13 Feb 2024 - 22:47
13 Feb 2024 - 22:47

اټلانټا (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان پارلماني ټاکنو کې هيڅ یوه ګوند اکثریت نه دی ترلاسه کړی، اوس یو شمېر سیاسي ګوندونو د ایتلافي حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

پاکستان کې تېره اونۍ (د فبرورۍ اتمه) پارلماني ټاکنې وشو چې په کې د عمران‌خان ګوند تحریک انصاف ملاتړو کاندیدانو ۹۲ څوکۍ، مسلم‌لیګ ن ۷۹ او د پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ وګټلې دي.

د پاکستان پارلمان چې ۲۶۰ څوکۍ لري، د حکومت جوړولو لپاره ۱۷۱ څوکیو ته اړتیا ده چې هیڅ یو سیاسي ګوند ترلاسه نه شوې کړای.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د خبر له مخې، نن سه‌شنبې د شپې ناوخته په اسلام‌اباد کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو ګډه ناسته ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د مسلم‌لیګ ن ګوند په استازیتوب شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري، د مهاجر غورځنګ مشر خالد مقبول صدیقي او د یو شمېر نورو وړو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.

په راپور کې راغلي چې یادو ګوندونو د یوه اتحادي او ایتلافي حکومت جوړولو پرېکړه وکړه.

بلخوا د مسلم‌لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پر اېکس شبکې لیکلي چې د دغه ګوند مشر نوازشریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه نوماند کړی دی.

له دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پیپل ګوند د شهبازشریف د ملاتړ اعلان کړی، خو ویلي یې دي چې په کابینه کې به برخه نه اخلي.

ویل کېږي چې اصف علي زرداري به د پاکستان ولسمشر لپاره کاندید وي، دغه راز دغه ګوند په ایتلافي حکومت کې د مشرانو جرګې او قامي اسامبلې مشرۍ هم غوښتې ده.

دغه راز نوازشریف خپله لور مریم نواز د پنجاب صوبې وزارت (وزیر اعلی) لپاره نوماند کړې ده.

د راپورونو له مخې، به پنجاب کې د مسلم‌لیګ ن، سیند کې د پیپل ګوند، بلوچستان کې به هم ایتلافي حکومت او په پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومتونه جوړېږي.

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version