ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د کانکور چمتووالي ښوونیزو مرکزونو زده‌کوونکو شمېر د مخکې په پرتله کم شوی

19 Feb 2024 - 16:31
19 Feb 2024 - 16:31

کابل (پژواک،۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): کابل ښار کې د کانکور چمتوالي مرکزونو مسوولین د تېرو درېیو کلونو مخکې په پرتله د خپلو زده‌کوونکو شمېر کمېدو ته اندېښمن دي، وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د زده‌کوونکو لپاره فیسونه هم کم کړي دي.

هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې نجونو ته هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړل شي.

«انیس ښوونیز مرکز» چې شاوخوا شپاړس کاله مخکې په کابل کې جوړ شوی، دا مهال د کانکور لپاره د چمتوالي ټولګیو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

د دغه ښوونیز مرکز یوه استاد ډاکټر وحید صابري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرکز په ۱۳۸۷ کال کې فعالیت پیل کړی چې ښوونځیو او د لوړو زده‌کړو موسسو ته د نجونو پر تګ له بندیز مخکې یې ډېر شمېر زده‌کوونکي درلودل، خو له دوو کلونو راهیسې د کانکور چمتوالي ټولګیو‎ د زده‌کوونکو شمېر کم شوی دی.

هغه د جزئیاتو له وروکولو پرته وویل چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د کانکور لپاره د چمتوالي ټولګیو کې د زده‌کوونکو شمېر تر ۳۰ سلنه کم شوی او له همدې امله په دغه کورس کې د استادانو معاشونه هم ۲۰ سلنه ټیټ شوي دي.

سرچینې څرګنده کړه چې د کورنیو د بې‌وزلۍ له امله یې د زده‌کوونکو لپاره د فیسونو کچه هم ۲۰ سلنه ټيټه کړې ده.

هغه ښوونیزو کورسونو ته د سږ کال د مالیاتو معافولو په تړاو د مالیې وزارت له پرېکړې هرکلی وکړ او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې نجونو ته هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

«فرهنګ سرای» په کابل ښار کې بل ښوونیز مرکز دی چې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې ترڅنګ، د کانکور چمتوالي برخه کې هم فعالیت کوي.

د دغه ښوونیز مرکز یوه استاد ظاهر سلطاني وویل، یاد مرکز له درېیو کلونو راهیسې فعالیت کوي خو په دې وروستیو کلونو کې یې د کانکور چمتوالي ټولګیو د زده‌کوونکو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د سیاسي نظام له پرځېدو مخکې د دغه کورس د کانکور چمتوالي ټولګیو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر و؛ ځکه د هلکانو ترڅنګ نجونو هم په‌کې ګډون کاوه، خو اوس یې د زده‌کوونکو شمېر تر ۵۰ سلنې کم شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه مرکز د زده‌کړو درې میاشتنۍ، څلور، شپږ او نهه میاشتنۍ دورې لري.

هغه هم وویل چې د دغه ښوونیز مرکز د کارکوونکو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی، خو معاشونه یې تر یوې کچې ټیټ شوي او د زده‌کوونکو لپاره یې فیس هم تر ۱۵ سلنې کم کړی دی.

«د انجنیر نصیر عبادي ښوونیز مرکز» چې ۱۲ کاله مخکې جوړ شوی، هم د زده‌کوونکو د شمېر کمښت خبره کوي.

د دغه مرکز رییس انجنیر نصیر عبادي وايي: «د سیاسي نظام له سقوط مخکې زموږ ۶۰ سلنه زده‌کوونکي هلکان وو او ۴۰ سلنه نجونې وې، خو اوس نجونې نشته.»

هغه هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي.‎

د ښوونیزو کورسونو زده‌کوونکي هم د فیس له ټیټېدو هرکلی کوي.

د «انیس اکاډمۍ» ښوونیز مرکز یو زده‌کوونکی احمدمصور یوسفزی وايي: «دوې میاشتې مخکې چې کله زه دلته راغلم، په ریاضي او ساینسي مضامینو کې مې ډېرې ستونزې درلودې چې د تجربه لرونکو استادانو پر مرسته وتوانېدم خپلې ستونزې حل کړم.»

نوموړي په یاد مرکز کې د فیسونو له ټیټېدو هرکلی کوي.

دغه‌راز «د فرهنګ سرای اکاډمۍ» زده‌کوونکی احمدمزمل مایار هم د فیسونو له ټیټېدو خوښ دی او له سرپرست حکومته غواړي څو په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې نجونو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

خو د سرپرست حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو مخنیوی نه کوي او په دې اړه د طرحې له جوړېدو وروسته به نجونو ته هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version