ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند نهه ولسوالۍ له مرکز لښکرګاه سره لا هم پخې لارې نه‌لري

25 Feb 2024 - 14:46
25 Feb 2024 - 14:46

لښکرګاه (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د هلمند د نهو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له مرکز لښکرګاه سره نښلېدونکي پاخه سړکونه نه‌لري او له حکومته یې د جوړېدو غوښتنه کوي.

ناومېش، باغران، بغني، موسی‌کلا، واشېر، نوزاد، دېشو، خانشین، بهرامچه او ګرمسېر هغه ولسوالۍ دي چې یا یې له مرکز سره نښلېدونکې لارې خرابې دي او یا هم معلوم سړکونه نه‌ لري او اوسېدونکي یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د یادو ولسواليو اوسېدونکي شکایت کوي چې ولسوالۍ یې له مرکز څخه لسګونه کېلومتره لرې پرتې دي او لارې یې خرابې دي چې له امله یې ډېر کله د دوی ناروغان په وخت روغتون ته نه رسېږي او نه هم د نورو اړتیاوو پرمهال په اسانۍ مرکز لښکرګاه ته تللی شي.

د هلمند د دېشو ولسوالۍ چې له مرکز لښکرګاه څخه شاوخوا درې سوه کیلومتره لرې ده، د لعل محمد په نوم یو موټر چلوونکی یې وايي، لښکرګاه ته معلومه لویه لار نه لري او زیاتوي چې اړ دي له بېلابېلو خرابو لارو تر مرکزه ځان ورسوي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ تر ټولو لویه ستونزو د لارې خرابوالی دی، معلومه لار نه لرو، داسي زیاتې پېښې شوي چې ناروغانو مو تر لښکرګاه د لېږد پرمهال په لارو کې ساه ورکړې.»

نوموړي زیاته کړه، که یادې ولسوالۍ ته پخه لار نه جوړېږي، حکومت دې ورته یو جغل اندازي سړک جوړ کړي څو لار یې معلومه شي.

دغه راز د یاد ولایت په شمال کې د موسی‌کلا ولسوالۍ یو موټر چلوونکی نعمت‌الله وايي، د موسی‌کلا او نوزاد ولسوالۍ لارې دومره ویجاړې شوې چې په ساعتونو مزل هم مرکز ته نشي رسېدلی.

نوموړي وویل: «لارې سختې خرابې دي، نه مو ناروغ په وخت د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته رسول کیږې، د خلکو لویه ستونزه تر لښکرګاه د ځمکو د حاصلاتو په انتقال کې د موټرو لوړه کرایه ده.»

ورته مهال، د مارجې، نادعلي او واشېر ولسوالیو موټر چلوونکي هم وایي، یادې لارې د تېرو کالونو د جګړو پرمهال ویجاړې شوې او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د یادو ولسوالیو لویې لارې په پاخه او اساسي ډول ورغوي.

 د نادعلي ولسوالۍ یو موټر چلوونکی احمدخان وایي: «نه یوازې د نادعلي ولسوالۍ لاره خرابه ده، بلکې د مارجې او واشېر ولسوالیو لارې هم همدغسې خرابې دي او تېرو جګړو او ماین چاودنو پرمهال یې زیاتي برخي ویجاړې شوې دي. «

په ورته وخت کې بیا د موسی‌کلا ولسوالۍ د ګل کاریز سيمې یو اوسېدونکی محمد داوود وايي: «ټول پر همدې لاره ځو او موږ باندې ډېر لګښتونه راځي، خلک ټول بې‌وزله دي، که دا لاره راته جوړه او پخه شي، دا به ډېر یو لوی کار شوی وي.«

هلمند کې د لویو لارو د خرابوالي ستونزي مو د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له مسولینو سره شریکې کړې، هغوي وايي چې هڅه کوي څو د امکان تر برېده لویي لارې ورغوي.

خو بل لور ته بیا، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي د یادو ولسوالیو لويې لارې په پاخه ډول جوړې کړي، خو زیاتوي چې لومړیتوب یې د ولایتونو ترمنځ لویو لارو ته ورکړی دی.

د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د پلان او رغنیزو چارو امر انجینر نثاراحمد نصرت وایي: «لومړیتوب د لویو او هغو لارو دی چې ولایتونه سره وصلوي، دویم قدم کې بیا د هغو ولسوالیو لارې دي چې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، د شاهراه‌ګانو د سړکونو ستونزي د حل کېدو په حال کې دي، تمه شته چې په همدې کال کې به پای ته ورسېږي.»

نصرت دغه راز وویل، د مارجې او نادعلي ولسوالیو لپاره یې ټولګټو چارو وزارت ته وړاندیزونه لېږلي چې د بودجې له برابرېدو سره به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د یادونې ده، د هلمند د نادعلي، مارجې، نهرالسراج، سنګین، کجکي، ګرشک، باباجي او ناوې ولسوالۍ له مرکز سره نښلېدونکي پاخه سړکونه لري چې د اوسېدونکو په خبره یې، د تېرو جګړو پرمهال یې ډيرې برخې زیانمنې شوې دي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version