فیضاباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): دوه امریکایي ګرځندویان چې بدخشان ته یې سفر کړی، وايي، د بدخشان ښکلاوې او د افغانستان د خلکو ښېګڼې چې په خپلو سترګو یې لیدلې، د نړۍ له نورو ګرځندویانو سره هم شریکوي.
۲۷ کلن امریکایي ګرځندوی جاکوف ایتان وايي، بدخشان ته یې د افغانستان له دویم ملي پارک، طبیعي منظرو، وحشي حیواناتو، تاریخي ابدو او لرغونو سیمو د لیدنې لپاره سفر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د خلکو ښېګڼې او د افغانستان او بدخشان ښکلاوې چې په خپلو سترګو یې لیدلې د نړۍ له نورو ګرځندویانو سره شریکوي.
نوموړي چې د لومړي ځل لپاره یې افغانستان ته سفر کړی وویل، افغانستان ته له سفر کولو خوښ دی، غواړي په اوړي کې بیا دغه هېواد ته راشي او له کوچني پامیره لیدنه وکړي.
یادو دوو ګرځندویانو نن سهار د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره لیدنه وکړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیحالله امیري له ګرځندویانو د هرکلي سربیره چې د افغانستان له طبیعي منظرو، لرغونو سیمو او تاریخي ابدو لیدنه کوي وايي، اوس په هېواد کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی او ګرځندویانو او سیلانیانو ته هیڅ ډول ستونزه نشته.
هغه له امریکایي ګرځندویانو وغوښتل، کوم حقایق چې په افغانستان کې ویني، ټولې نړۍ ته یې دې په ریښتیني بڼه بیان کړي، څو نړۍ پوه شي چې په افغانستان کې د هیچا پر وړاندې ګواښ نشته.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر سید کرامالدین صدیقي لعلزاد وايي، روان کال د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۰۸ ګرځندویانو د انګلستان، چین، امریکا، ایران، سویډن، ایټالیا، منګولیا، فرانسې، المان، اسکاټلېنډ، تایلېنډ په شمول د نړۍ له ۳۰ هېوادونو څخه بدخشان ته سفر کړی دی.
هغه زیاتوي، یادو ګرځندویانو د واخان ولسوالۍ له دویم ملي پارک، فیضاباد ښار، اشکاشم، ارغنجخواه او سیاحتي سیمو لکه پامیر کوچک، پامیر کلان، بروغل سرحد او دغه راز د چقمقتین، زرقول او شیوه له جهیلونو او د میر یاربیک خان (د فیضاباد د اوسني ښار بنسټ اېښودونکی) له مقبرې لیدنه کړې ده.
بلخوا، بدخشان کې د افغانتور دولتي شرکت امر انجینیر ظهورالله فخري وايي، د ګرځندوی شرکتونو د جوازونو ثبتولو، د سیلانیانو د مېلمستونونو او د انلاین خدمتونو د دفترونو له لارې یې په عوایدو کې ۶۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
هغه زیاتوي، روان کال کې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ عواید راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال له ۴۰۰ زره افغانیو څخه کم عواید راټول شوي وو.
هغه وايي، تر اوسه د انلاین خدمتونو او ګرځندوی ۱۹ شرکتونو او د سیلانیانو څلورو مېلمستونونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.
ورته مهال، د بدخشان اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د طبیعي منظرو او وحشي حیواناتو ترڅنګ نورو برخو ته هم پاملرنه وکړي څو لا ډېر ګرځندویان راجلب شي.
د بدخشان یو اوسېدونکی عتیقالله په پرمختللو هېوادونو کې د ګرځندوی صنعت د نفت او ګازو په څېر له طبیعي سرچینو وروسته تر ټولو ډېر عاید لرونکی صنعت ګڼي او وايي، هیلهمن دی چې یوه ورځ په واقعي توګه افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده وکړي او د خلکو لپاره پر یوې عایداتي سرچینې بدل شي.
Views: 51