ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: هرات او بدخشان ته د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی

مسوولین: هرات او بدخشان ته د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی

هرات، فیض‌اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): ځینو ولایتونو کې د پسرلي موسم له پیليدو سره سم، سیمه‌ییز مسوولین وایي چې بدخشان او هرات ته د پخوا په پرتله د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په ترڅ کې دغه ولایت ته الماني، روسي، ایټالوي، چیني، برازیلي او بلغاریایې ګرځندویانو سفر کړی او د دغه ولایت له لرغونو، سمسورو او ښکلو سیمو یې لیدنه کړې چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت یې په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

نوموړي د هغو بهرنیو ګرځندویانو د شمېر په اړه چې سږ کال یې بدخشان ته سفر کړی، څه ونه ویل خو وایي چې له بهرنیو ګرځندویانو پرته زرګونه داخلي سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د تفریح او په زړه‌پورو سیمو لیدو لپاره دغه ولایت ته ورغلي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې د ګرځندویانو ډېرېدو مهم لاملونه د امنیت تامین، د ځینو تفریحي پارکونو او مېلمستونونو جوړېدل او د بدخشان د اوسېدونکو مېلمه‌پالنه ده.

هغه وویل: «تېر کال د ۳۰ هېوادونو لکه انګلیستان، چین، امریکا، سويډن، ایټالیا، فرانسه، المان، چک، سکاټلنډ، ټایلنډ او داسې نورو هېوادونو څه باندې ۱۱۲ ګرځندویانو چې ۳۶ یې ښځې وې، د دغه ولایت له لرغونو او توریستي سیمو لیدنه کړې ده.»

امیري وایي چې د ګرځندویانو جذبولو لپاره فیض‌اباد ښار، واخان او اشکاشم ولسوالیو کې له ۱۹ ډېر سیاحتي شرکتونه او دغه ‌راز څو توریستي مېلمستونونه په انلاین او حضوري ډول فعالیت کوي.

یوه بلغاریایۍ ګرځندویه لورا ویکټوراوا نن د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې وویل چې د بدخشان د پامير او واخان ملي پارکونو ته یې سفر یوه هیله وه چې اوس په حقیقت بدله شوه.

هغه وایي چې له ۱۳ ورځو راهیسې په افغانستان کې ده او تر اوسه یې له هرات، کندهار، بلخ او کابله لیدنه کړې، ښې، جالبې او خوږې خاطرې یې تجربه کړې.

دغې ګرځندویې ښځې وویل چې د نړۍ ډېرو ځایونو ته یې سفر کړی، خو د بدخشان طبیعي ښکلاوې، د خلکو صمیمیت او مېلمه‌پالنه او د افغانستان د مسوولینو نېک چلند متفاوت دي.

هغه له ټولو ګرځندویانو غواړي چې افغانستان ته دې راشي او د دغه هېواد له ښکلاګانو دې خوند واخلي.

بلخوا، د هرات د ځایي مسوولینو په خبره، دغه ولایت ته هم د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي رحمت‌الله محمدي وویل، د غویي میاشتې له پیله تر اوسه له امریکا، روسیې، ایټالیا، فرانسې، المان، یونان، بریتانیا او نورو هېوادونو ۲۱۰ بهرنيو ګرځندویانو د دغه ولایت له لرغونو او تاریخي ابدو او طبیعي ښکلاوو لیدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د روان کال له پیله تر اوسه د بهرنیو ګرځندویانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی.

په دغه ولایت کې ځيني فرهنګیانو هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو د سفر مهم ګڼلو ترڅنګ په دې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کېدو ټينکار کوي.

د دغو فرهنګیانو له ډلې عیسی رحماني پژواک ته وویل چې دمګړۍ افغانستان د ګرځندویانو د جذب لپاره یو مناسب ځای دی.

هغه وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې باید د معلوماتي ویبسایټونو په جوړولو سره د ګرځندویۍ بازار ګرم وساتي او دا چاره کولی شي چې ډېر ګرځندویان راجذب کړي.

نوموړي وویل چې تاریخي ابدې د یوه ملت هویت دی او د هغو د بیارغونې برخه کې دې حکومت باید حمایوي بودجه په نظر کې ولري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.