Pajhwok Afghan News

تېرو دوو ورځو کې ۲۰ بهرنیو ګرځندویانو غور ته سفر کړی

فېروزکوه (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): غور ولایت کې ځایي مسوولین وايي په تېرو دوو ورځو کې ۲۰ بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د غور د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدحماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ګرځندویانو له خپلو ژباړونکو سره له امریکا، المان، بریټانیا، اسټرالیا، نیوزیلند، افریقا او ایټالیا هېوادونو دغه ولایت ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو دوو ورځو کې د بهرنیو ګرځندویانو څو کسیزې څو ډلې چې له بېلابېلو هېوادونو غور ته د تاریخي ځایونو د لیدلو لپاره راغلې او د اطلاعات او کلتور رییس سره یې لیدلې، د تاریخي ځایونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي او لیدلو ته یې ورغلې دي.»

نوموړي زیاته کړه، د غور ولایت د ډېرو لرغونو او تاریخي ځایونه د دې لامل شوي څو ډېر شمېر ګرځندویان دغه ولایت ته سفر وکړي او د منار جام ترڅنګ له نورو اثارو هم لیدنه وکړي.

د هغه په خبره، افغانستان کې د امنیت ټینګښت د دې لامل شوي څو بهرني ګرځندویان په ډېر ډاډ سره د تاریخي سیمو لیدلو لپاره د هېواد لرو سیمو ته سفر وکړي.

Views: 32

Exit mobile version