ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې تړون څلور کاله پوره کېدل؛ امریکا او ا.ا یو بل له هوکړې پر سرغړونه تورنوي

29 Feb 2024 - 21:38
29 Feb 2024 - 21:38

اټلانټا ( پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲ ): د دوحې تړون لاسلیکېدو له څلور کاله پوره کېدو سره سم، امریکا او د افغانستان اسلامي امارت یو بل د دغه تړون له ځینو برخو پر سرغړونو تورنوي، خو بلخوا، ا.ا بیا دا تړون خپله ستره بریا او لاسته‌راوړنه بولي.

د دوحې تړون تر اوږدو خبرو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر او د امریکا متحده ایالتونو په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشي کول، د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلول او د امریکا له خوا د بندیزونو لرې کول د دې هوکړې مهمې برخې وې او په کې راغلي چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت خلاف نه کارول کېږي.

د دوحې تړون د څلور کاله پوره کېدو سره سم د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر د چهارشنبې په ورځ (د کب په نهمه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، له «طالبانو» سره د دوحې تړون په افغان حکومت کې «زموږ شریکان» کمروزي او «طالبان» یې پیاوړي کړل.

امریکايي چارواکي وايي، دوی اړ وو په تړون عمل وکړي، له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په هغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، تر تړون وروسته د امریکا نوي حکومت ته د سرتېرو د اېستلو لپاره کومه روښانه لار او څرګند پلان موجود نه و.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمېر غړي اوسنی حکومت تورنوي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو ماموریت یې له کړکېچونو او ستونزو څخه ډک و. د سرتېرو د اېستلو پر مهال د کابل د هوايي ډګر مخکې چادونه هم وشوه او څه باندې ۱۷۰ کسان په کې ووژل شول چې یو شمېر یې امریکايي عسکر وو.

امریکايی چارواکي‌ وايي «طالبانو» د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي چې د ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو لپاره له نورو افغان اړخونو سره خبرې کول هم په کې شامل دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده ژان پییر زیاتوي: «طالبانو په (تړون) کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو همدغه راز له خپلو افغانانو سره د مانا لرونکو خبرو د پيلولو په اړه، چې یو جوړ جاړي او همه شمول سیاسي سیستم ته لاره هواره کړي، هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.»

نوموړې وویل، دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي چې دا ژمنې عملي شي‌ او د کابل اوسني واکمنان پر «خپلو تعهداتو» ټېنګ ونیسي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د دوحې تړون د لاسلیک عامل د خلکو شل کلنه مبارزه، مجاهده، قرباني او ستړيا وه چې امريکايان یې دې ته اړ ایسته چې د یوه تړون له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

دی زياتوي: «همداسې يو اقدام وشو، تړون لاسلیک شو او په پایله کې یې اشغال پای ته ورسېد، افغانستان ته ازادي او استقلال راوګرځېدل او د يو اسلامي حکومت جوړېدو ته زمينه مساعده شوه؛ دا د افغانستان خلکو ډېر لوی ارمان، ډېر لوی هدف و، د دغه تړون په امضاء کېدو سره دا ترسره شو او لاس ته راغی چې يو لوی پرمختګ يې بللی شو چې په تاريخ کې به خپله جايګاه ولري، دا د افغانستان د تاریخ يو زرين باب تشکیلوي.»

مجاهد وايي، د دوحې تړون وشو کولای يوه لويه جګړه پای ته ورسوي، د متواترو وینو تویېدنو او ويجاړيو مخه ونیسي، افغانستان يو نوي فصل ته داخل شي او افغانان د خپل هېواد پر بېرته رغولو بوخت شي.

دغه‌راز هغه وایي، د همدغه تړون له امله دي اوس افغانستان امن دی، اقتصادي رفاه لري او د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند په خبره، د دوحې تړون بيا د افغانستان د خلکو د جهاد او قربانيو پایله ده چې له يو بل سره مرتب شول او د افغانستان پر اوسني وضعيت يې مثبت او ښه تاثير وغورځاوه.

د هغه په وینا، که څه هم د دغه تړون ځينې برخې د امريکايانو له خوا نه دي عملي شوې، لا هم ستونزې وجود لري، خو دغه تړون تر ډېره د دې لامل شو چې لوی او ستر هدفونه ترلاسه شي.

مجاهد ویلی: «د امریکايانو له خوا د دغې هوکړې څخه ځینې، ځینې سرغړونې موجودې وې، چې د دوحې د هوکړې د متن په پای برخه کې یې د هغوی د عملي کیدو ژمنه کړې وه چې باید د افغانستان سره یې تعامل په عادي ډول اوسي، باید ښه روابط ولري، د افغنستان په ابادۍ کې برخه واخلي او د افغانستان د پرمختګ مخه ونه نیسي، داسې ونه شو.»

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version