ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته د راستنو شوو سلګونو افغان شخصیتونو له ډلې د ځينو غوښتنې، وړاندیزونه او د ا.ا ډاډ

6 Mar 2024 - 08:47
6 Mar 2024 - 08:47

کابل (پژواک، ۱۶ حوت ۱۴۰۲): تر اوسه د اړوند کمېسیون له لارې څه باندې ۷۰۰ افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او ځینې یې وایي، اسلامي امارت دې خپله غېږ نوره هم پراخه کړي.

شنونکي د یاد کمېسیون جوړېدل ستایي، وایي هېڅ ډول سیاسي تغییر او فکري اختلاف باید د افغانانو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو سبب نه شي او هر هغه ګام د ستاینې وړ دی چې  د سیاسي فضا د ترمیم او د افغانانو د را ټولېدو او په راتلونکې کې د بی‌ثباتۍ د مخنیوي په موخه پورته کېږي.

اسلامي امارت بیا وایي چې نظام نوی دی او ورو ورو به یې ټول ابعاد تکمیل شي.

افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته د یو شمېر نورو افغانانو تر څنګ ځینې سیاسي څېرې او د تېر حکومت ځینې چارواکي له افغانستانه ووتل او بېلابېلو هېوادونو کې مېشت شول.

اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۶مه له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو کمېسیون جوړ کړ.

۷۱۱ افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته را ستانه شوي  

افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د بېرته راستنېدو کمېسیون ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري اژانس وویل چې د کمېسیون د کار له پیل راهیسې سلګونو کسانو هېواد ته د راتګ فورمې ترلاسه کړې او تر ننه (د کب ۱۳مې) له دې لارې ۷۱۱ کسان له بهر نه خپل هېواد ته راغلي دي.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په راغلو کسانو کې د پخواني حکومت وزیران، مشاورین، معینان، رییسان، ملي سوداګر، نظامي مسؤولین او عام وګړي شامل دي.

وثیق زیاتوي چې لسګونو نورو کسانو هم هېواد ته د راتګ لپاره له کمېسیون سره اړیکه کړې ده.

«د نظامونو بدلون د دې سبب نه ګرځي چې وطن ته شا کړو»

د افغان ملي بانک پخوانی رییس عبدالعزیز بابکرخیل هم تېر کال په سلواغه کې د یاد کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شوی دی.

هغه وایي: «وطن مو ټاټوبی دی، ځو را ځو به، وطن سره خپل تړاو وي او هغه نه شلېدونکی وي، کمېسیون کابل هوايي ميدان کي راته ډیر عالي ښه راغلاست وویل، تر کوره يي بدرګه کړم، خو بیا مې نور څوک نه دي لېدلي، وطن سره د افرادو تړاو طبیعي دی، د نظامونو تغییر د دې سبب نه ګرځي چې وطن ته شا کړو، بس زه خو وطن هېرولی نه شم.»

ده په بهر کې له مېشتو افغانانو هم وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او له دغه کار سره به په هېواد کې د ننه د خلکو ډاډ نور هم زیات شي.

بابکرخېل وایی چې اسلامي امارت باید ولس ته خپله غیږ پراخه کړي، د فرد، ټولنې او حکومت تر منځ دې نورماله او پرته له کړاو اړېکه جوړه کړي او داسې شرایط دې برابر کړي چې هر افغان په کې د خپل هېواد د مالکیت احساس وکړي او خپل ځان په کې وګوري.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب هم د تېر کال غبرګولي میاشت کې د یاد کمیسیون له لارې هېواد ته را ستون شو.

هغه وایي چې افغانستان د ټولو کور دی، بلنې ته اړتیا نشته خو د افغان شخصیتونو کمېسیون جوړېدل یو مثبت کار و چې د راستنېدونکو کسانو اندېښنې ته یې ځواب ویلی او د یوه مشخص ادرس له لارې افغان شخصیتونه هېواد ته راستنیږي.

غالب هم له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

ده وویل، د هېواد د ننه ستونزې وې، خو کوم انځور چې د ځينو رسنیو او خلکو له لارې  په بهر کې د افغانستان له اوسني حکومته وړاندې شوی، افغانستان کې هغسې وضعیت نه دی.

د هغه په خبره، که د کمېسیون په غړو کې عامو خلکو، مدني ټولنو او ځینو نورو مسلکي کسانو ته ونډه ورکړل شي، نو ډېر خلک به د کمېسیون له لارې هېواد ته راشي او خلک به د هغوی په ډاډ او خبرو ډېر زیات باور وکړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي تېر کال په چنګاښ میاشت کې د یاد کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شو.

هغه وایي: «ګران افغانستان مو خپل وطن دی، د کمېسیون سره مو تماس پیدا کړی و او موږ افغانستان ته ستانه شوو، د کمېسیون ګزاره ښه ده، خو په ځینو مواردو کې پخوانیو سیاسیونو ته د اسنادو په ورکړه کې لږ ځند رامنځته کېږي او نور افغانستان زموږ ګډ کور دی، په افغانستان کې ګډ ژوند کول زموږ د ټولو حق دی او افغانان دا حق هم لري چې دلته یو مشروع نظام ولري.»

ده له اسلامي امارت څخه وغوښتل، څومره چې ژر کیږي، «حکومتولي دایمي او ولس منلې کړي، کورنی مشروعیت پیدا کړي» ترڅو نړۍوال مشروعیت ته لاره پيدا او هېوادوالو ته ورسره اسانتیاوې رامنځته شي.

اصولي چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې دی، د دې سوال په ځواب کې چې د یاد کمېسیون له لارې ځينې راستانه شوي کسان بېرته نورو هېوادونو ته تللي وویل،  کوم کسان چې هېواد ته را ستنېږي، ځینې یې د هېواد د ننه کاروبار لري او ځینې یې چې کاروبار نه لري اړ دي چې بېرته د کار او سوداګرۍ لپاره د نورو افغانانو په شان تګ او راتګ وکړي.

 «د افغانانو د راټولېدو لپاره هره هڅه د ستاینې ده»

د سیاسي چارو پوه قاضي نجیب‌الله جامعه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د بېرته راستنېدو کمېسیون جوړېدل یو مثبت کار و او هر هغه ګام او هڅه چې د سیاسي فضا د ترمیم او د افغانانو د را ټولېدو او په راتلونکې کې د بی‌ثباتۍ د مخنیوي په موخه اخېستل کېږي باید ستاینه یې وشي.

هغه وویل چې د یاد کمېسیون د جوړېدو اصلي موخه هېواد ته له اوسني نظام څخه د ناراضه افغانانو بېرته را ستنول دي.

جامع وایي: «هغه افغانان چې په هېواد کې له سیاسي تحول څخه وروسته بیرون ولاړل، هغوی افغانان دي او دا یې هېواد دی، هېڅوک نه شي کولی چې د هغوی د راتګ مخنیوی وکړي، د افغانستان د عزت ورځ به هم هغه وخت وي چې افغانان د یو بل خبره واوري، خپل منځني مشکلات د خبرو له لارې حل کړي، زموږ له اوله دا ټینګار و چې هېڅ ډول سیاسي تغییر او فکري اختلاف باید د افغانانو ترمنځ د واټن سبب نه شي، هغوی باید هېواد ته راشي، پرې باور وشي او د دې فرصت ورکړل شي چې د افغانستان د راپورته کېدو، د بلې جګړې د مخنیوي او د پخواني تاریخ د نه تکرار او په نورو ټولو ملي مسایلو باندې خبرې وکړي او وړاندیزونه یې واورېدل شي.»

د ده په خبره، اسلامي امارت مسوولیت لري چې د هېواد دننه او له هېواده بهر د افغانانو اندېښنې او وړاندیزونه واوري.

هغه زیاتوي: «هر هغه هېواد چې له جګړې څخه راوځي، اړتیا لري چې ملي خبرې وشي، ملي خبرې په دې معنی نه دي چې څوک دې چاته څوکۍ ورکړي، څوک دې چاته وزارت ورکړي او یا دې د افغانستان سیاسي ملي زعامت په قومونو وویشي، دا پخوانۍ او ناکامه نسخه ده او حل لاره نه ده، ښه خبره دا ده چې اسلامي امارت داسې شرایط برابر کړي څو ټول افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي، د زعامت د ټاکلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي، د اساسي قانون په اړه خبرې وکړي او د دغه قانون له لارې د سیاسي ثبات او د قدرت د لیږد شرایط برابر شي.»

جامع وایي، ښه حکومتولي، ثبات، د نظام استحکام، د ملت را ټولېدل، د پردیو مداخلو مخنیوی او له نړۍ سره ګډ کار کول هغه بحثونه دي چې اوسني نسبتا ښه امنیتي وضعیت د دې لپاره ښه چانسونه رامنځته کړي دي.

د ده په وینا، اسلامي امارت ته په کار ده چې ټولو ته خپل حقونه ورکړي، د نظام د قانونیت لپاره ګامونه واخلي، ملت ته د مراجعې لپاره د لویې جرګې او ټاکنو په شان د منل شوو مېکانېزمونو لپاره کار وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وایي، هغه افغانان چې هېواد ته راستنیږي، امنیت یې ټېنګ دی، د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې دي او اسلامي امارت هم کومې ژمنې چې ورسره کړې دي، هغه ته ژمن دی.

ده د راستنو شوو او شنونکو د غوښتنو په اړه وویل: «د نظام اړخونه به هم ورو ورو ټول تکملېږي، ټول اړخونه به هم پوره کېږي، خو وخت ته ضرورت لري، ځکه نظام نوی دی، اصول او ضوابط ټول د جوړ او ساخت په حال کې دي، کله چې افغانستان مطمین کېږي په ټولو ابعادو باندې، انشاءالله بیا به د هر یوه افغان لپاره کور وي او د ارامش ځای به وي.»

مجاهد په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته را ستانه شي، خپل ژوند غوره کړي او د افغانستان په جوړولو کې ونډه واخلي.

Views: 197

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version