ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

author avatar
7 Mar 2024 - 12:28
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي
author avatar
7 Mar 2024 - 12:28

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ د جان‌خان  او زرزیګي کلیو کې یې د څښاک پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، یاده پروژه د دغه ریاست د اوبو رسونې پروګرام په چوکاټ کې د بشري مرستو دفتر (BHA) په مالي ملاتړ د اته میلیون او ۱۴۹ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.

حبیبي وایي، یاده شبکه به د لمریزې برېښنا په وسیله پر یو وخت ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو ظرفیت ولري او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه وویل، د یادې سیمې اوسېدونکي اوسمهال د څښاک اوبو ته نږدې لاسرسی نه لري چې په د دې شبکو په جوړېدو به یې دغه ستونزه هواره شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي هم د حکومت او همکارو موسسو له لوري د دې شبکو جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې په نورو برخو کې دې هم ورسره همکاري وشي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.