Pajhwok Afghan News

بلخ کې د کوکنارو ۲۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي

مزارشریف (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې د کوکنارو ۲۰۰ جریب کښتونه اړولي او ورسره په تړاو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندان عبدالرازق راشد پژواک ته وویل، دوه میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پيل شوی دی.

هغه وايي چې د دغه کمپاین پر مهال په چمتال، بلخ، چهاربولک، دولت‌اباد او شولګرې ولسوالیو کې پر ۲۰۰ جریب ځمکه د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغه کمپاین په دومداره توګه جریان لري او ټولې سیمې د کوکنارو له کښته پاکېږي.

د هغه په وینا چې په دې موده کې شاوخوا ۱۰۰ کسان د کوکنارو کرلو په تړاو نیول شوي او خبرداری ورکوي، هر هغه څوک چې کوکنار وکري، عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي او قانوني چلند ورسره کېږي.

بلخوا په بلخ کې یو شمېر کروندګر د دغه کمپاین هرکلی کوي خو په بدل کې یې له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د بوکې کلي یوه کروندګر ولي‌جان پژواک ته وویل، دغه کښت حرام او وژونکی دی خو زیاتوي چې ځیني کروندګر یې له مجبورۍ او د ډېرې ګټې ترلاسه کولو په موخه کري.

نوموړی له حکومته غوښتنه وکړه چې له کروندګرو سره دې د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرې او نورو برخو کې مرسته وکړي.

یوه بل کروندګر نظرمحمد چې په تېرو کلونو کې یې کوکنار کرل، د دغه کښت له بندېدو سره یې د نورو غله‌دانو او بوټو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه وایي چې د کوکنار او تریاکو ګټه ډېره ده، خو که حکومت له کروندګرو سره مرسته وکړي، ډېری کروندګر به د دغه بوټي له کرلو لاس په سر شي.

د اسلامي امارت مشر د فرمان له مخې، په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او استعمال منع اعلان شوی دی.

Views: 16

Exit mobile version