ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال‌اباد ښاریان: د اختر په نږدې کېدو سره د رخت او جامو ګنډلو نرخونه لوړ شوي

27 Mar 2024 - 15:08
27 Mar 2024 - 15:08

جلال‌اباد (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي او ښار ته له ولسواليو راغلي خلک وايي چې د اختر په نږدې کېدو سره د رختونو او جامو ګنډلو نرخونه لوړ شوي دي.

هغوی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې بايد نرخونه کنټرول کړي او داسې نرخونه وټاکل شي چې د هېواد روان اقتصادي وضعيت سره برابر وي.

خو د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، تر ډېره يې نرخونه کنټرول کړي او هره ورځ د رختونو او جامو ګنډونکو په ګډون له ټولو صنفونو څخه د نرخونو د کنټرول په موخه نظارت کېږي.

زرمحمد چې د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د جلال‌اباد ښار بزازۍ کوڅې ته د اختر لپاره خپلو ماشومانو ته د رخت اخیستو په موخه راغلی، وايي، د رختونو نرخونه لوړ شوي دي.

دی وايي: «مخکې به چې کومه جوړه په شپږ سوه کېده اوس هغه په اووه نيم او ۸۰۰ افغانيو خرڅېږي، اقتصادي مشکلات ډېر زيات دي، خلک د دې توان نه لري، بايد اوسني اقتصاد سره سم نرخونه وټاکل شي.»

اباسين چې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی دی، وايي چې له خپلو ملګرو سره يو ځای د جامو ګنډلو او رخت اخیستو په موخه تللی چې د دواړو بيو کې لوړوالی راغلی دی.

هغه پژواک ته وويل: «موږ رخت اخیسته، څو دوکانونه مو ولټول، خو نرخونه د ټولو لوړ وو، بيا مو چې رخت واخیست، خياطانو هم نرخونه لوړ کړي، په داسې حال کې چې ښاروالۍ ۳۵۰ افغانۍ ورته ټاکلي دوی څلور څلور نيم سوه افغانۍ غوښتلې.»

دغه راز په جلال‌اباد ښار کې یوه مدني فعال خان‌زاده افغان له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د هېواد روان خراب اقتصادي حالت ته په کتو بايد نرخونه کنټرول شي.

دی وايي، ډېر خلک توان نه لري چې په اوسنيو نرخونو کې خپلو اولادونو ته د اختر لپاره نوې جامې جوړې کړي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښار د بزازانو اتحاديه وايي چې د رختونو نرخونه کنټرول شوي او په وړ بيه خرڅېږي.

د جلال‌اباد ښار د بزازانو اتحاديې مشر ګل‌ولي شاه وايي: «موږ هره ورځ رخت پلورونکو سره ناستې کوو، نرخونه پرې ټيټوو، خو کله چې يو څوک رخت واخلي او بيا يې خياط ته وړي نو هغه ترې ډېرې پیسې اخلي.»

خو بل لور ته جلال‌اباد ښار کې یوه خیاط اول‌خان پژواک ته وويل: «ټول خياطان نرخونه نه لوړوي، اوس وخت کې کار ډېرېږي، کاریګر هم پيسې ډېرې غواړي، بل خلک ډیزاینونه فرمايش ورکوي، نو د فرمايشي جامو خو بیا پيسې ډېرې کېږي.»

خو د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد بيا وايي چې نرخونه تر ډېره کنټرول شوي دي.

هغه وايي، هره ورځ د ښاروالۍ د پلټنې ډلې د ښار بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو صنفونو ګرځي، نرخونه يې کنټرولوي او له سرغړونکو سره به نو قانوني چلند کېږي.

مراد له خلکو وغوښتل چې د دغه ډول سرغړونو پرمهال ښاروالۍ سره په اړيکه کې شي چې د سرغړونکو مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د پژواک په یوه بل راپور کې د خوست خلکو بیا د خوراکي توکو د نرخونو له لوړوالي شکایتونه کړي دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version