Pajhwok Afghan News

جاپان له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته کوي

Japanese state flag waving on the wind against the sky

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ‌کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې جاپان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو دې ادارې یادې څرګندونې نن پر خپله اېکس پاڼه کړې دي.

اوچا د دې مرستې له امله له یاد هېواده مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د مرستو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا له دغو څرګندونو وروسته یو شمېر هېوادونو له یاد صندوق سره مرستې کړې دي.

د یادونې ده چې هسپانیا د روانې وري میاشتې په ۶مه له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره يو ميليون یورو مرسته اعلان کړې وه.

Views: 24

Exit mobile version