کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
اوچا نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستې له صندوق سره د سوېلي کوریا د مرستو کچه څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو ته ورسېده.
له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته ضرورت دی.
Views: 71