ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په رارسېدو سره‎ سمنګان کې د رخت پلورونکو او خیاطانو کارو‌بار غوړېدل؛ خو خلک له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

4 Apr 2024 - 14:10
4 Apr 2024 - 14:10

ایبک ښار (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۳): د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره د سمنګان ځيني خیاطان او رخت پلورونکي وایي چې کارو‌بار یې د تېر کال په پرتله ښه شوی، خو خلک له اقتصادي ستونزو او د جامو ګڼدلو له لوړې بیې شکایت لري.

د دغو اوسېدونکو په خبره سمنګان کې د کوچني اختر په را رسېدو سره د جامو ګڼدلو بیې لوړې شوې چې باید ځایي اداره یې کنټرول کړي.

که څه هم دې ورځو کې د سمنګان ځیني اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو کړیږي خو د دې ترڅنګ یې د نوې جامې جوړې کړي او اختر ښه لمانځي.

بنجارې مارکېټ کې د یوې خیاطۍ مالک لعل‌محمد چې له ده سره په دغه کارګاه کې شپږ نور کسان هم پر کار بوخت دي، وايي چې د خیاطۍ کارو‌بار یې د تېر کال او نورو ورځو په پرتله ښه شوی دی.

هغه وویل: «هر کال د کوچني او لوی اختر په را رسېدو سره کار ښه کېږي، سږ کال د ډېر کار له امله مجبور یو چې د روژې د لومړیو ۱۰ ورځو تر دې دمه د شپې هم کارګاه کې کار وکو.»

هغه وویل چې دې کارګاه کې له ده سره شپږ کسان هم په کار بوخت دي چې د شپې او ورځې له بېلابېلو فرمایشونو سره له ۱۵ تر ۲۰ جوړه جامې د دغه ولایت اوسېدونکو ته برابروي.

د ایبک ښار بنجارې مارکېټ کې د رخت پلورلو او خیاطۍ کارګاه یوه بل مالک خان‌شیرین وایي دا چې کارو‌بار یې ښه دی خو سږ کال خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه: «هر مشتري چې موږ ته د جامو ګڼدلو لپاره مراجعه کوي، حتماً له ۲۰ دقیقو تر نیم ساعت له موږ سره چڼې وهي، موږ هم درک کوو چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، موږ هم مجبور یو چې ګذاره وکړو او ان ځینو ته یې د ښاروالۍ له نرخه هم په ټيټه بیه ګڼدو.»

د هغه په خبره، که څه هم تېرو کلونو کې یې کارو‌بار ښه نه و خو خلکو بیا هم دومره چڼې نه وهلې.

نوموړي زیاته کړه: «خپل دوکان کې افغاني جامې برابروم؛ ځکه د سمنګان ډېری اوسېدونکي د قاسمي غاړې او نیمه یخن فرمایشونه ورکوي.»

هغه وایي چې د جامو ګڼدلو په بیه کې چندان تغییر نه دی راغلی، مخکې یې د یوې جوړې جامو ګڼدلو له ۳۰۰ تر ۳۵۰ افغانۍ اخیستې چې اوس د ایبک ښاروالۍ د یوې عادې جوړې جامو ګڼدلو بیه ۳۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.

د ایبک ښار یو بل رخت پلورنکی فرهاد وایي، دا چې اختر راغی خلک هم ځانته او هم خپلو ماشومانو ته رخت پېري او نوې جامې ګنډي، نو له دې امله یې د تېر کال او نورو ورځو په پرتله کارو‌بار ډېر ښه شوی دی.

د ایبک ښار یو اوسېدونکی احمد چې د رخت پېرلو لپاره د ایبک ښار د رختونو بازار ته راغلی، وایي چې تېرو وختونو کې یې هر کال د روژې په لومړۍ رخت اخیسته، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله چې څو ورځې اختر ته پاتې دي، مجبور دی چې تکه واخلي، خو نه پوهېږي چې خیاطان به یې تکه د ګڼدلو لپاره واخلي او که نه.

احمد وویل چې اقتصادي ستونزې د دغه ولایت د خلکو یوه لویه ستونزه ده چې له بده‌مرغه ان ځانته د یوې جوړې جامو ګڼدلو وس نه لري، خو دا چې مسلمانان دي او باید اختر کې نوې جامې واغندي، په پور یې ځان او خپلو ماشومانو ته د اختر لپاره نوې جامې کړې دي.

د ایبک ښار یوه بل اوسېدونکي انجنیر نصرت‌الله وویل چې د اخترونو په را رسېدو سره سمنګان کې د جامو ګڼدلو بیې لوړیږي چې مسوولین باید دې برخه کې توجه وکړي او اجازه ور نه کړي چې خیاطان له فرصته استفاده وکړي او خلکو ته په لوړه بیه جامې وګڼدي.

هغه زیاته کړه: «تېرو کلونو کې د یوې عادي جوړې جامو ګڼدلو لپاره مو ۵۰۰ افغانۍ ورکولې چې دا ډېرې وې.»

ورته وخت کې، د ایبک ښاروالۍ مسوولینو د نرخپاڼو د وېش او دوامداره کنټرول خبره کوي.

د ایبک ښاروالۍ د عمومي سکتوري مدیریت د مارکېټونو تنظیم مدیر احسان‌الله فروتن پژواک ته وویل چې له روژې یوه ورځ مخکې د ایبک ښاروالۍ د ښار له بېلابېلو اصنافو سره د نرخونو ټاکلو په موخه ناسته وکړه چې په هغې کې خیاطانو ته هم نرخپاڼې ورکړل شوې.

فروتن زیاته کړه چې د نرخپاڼو له مخې خیاطان کولی شي د یوې عادي جوړې جامو ګنډلو لپاره ۳۰۰ افغانۍ واخلي او د سرغړونې په صورت کې د ښاروالۍ له ‎قانوني چلند سره مخ کېږي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version