ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د تېر اختر په پرتله سږ کال وچه مېوه ارزانه شوې

8 Apr 2024 - 14:46
8 Apr 2024 - 14:46

فراه (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د فراه ولايت مسوولين او يو شمېر هټۍوال وايي چې د تېر اختر په پرتله سږ کال د اختر لپاره د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي.

د ښاروالۍ له خوا د نرخونو منظم کنټرول هغه لامل په ګوته شوی چې له امله يې د وچو مېوو نرخونه ټيټ شوي دي.

خو يو شمېر ځايي اوسېدونکي بيا وايي، د بې روزګارۍ او کمزوري اقتصادي وضعيت له امله نه شي کولی چې د اختر لپاره وچه مېوه واخلي.

د فراه ولایت د ښاروالۍ ریاست سکتوري چارو امر انجنیر شاه‌محمود جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل، د اختر له رانږدې کېدو سره يې په ښار کې د نرخونو کنټرول او څار چارې چټکې کړې دي.

جلالي زیاتوي: «د وچې مېوې د نرخونو د ټيټوالي یو علت دا دی چې د ښاروالۍ له لوري بازار کنترولیږي او بل علت دا دی چې افغانیو خپل ثبات ساتلی؛ ځکه خارجي او داخلي میوې ارزانه شوي دي.

 له بل اړخه د وچې مېوې یو شمېر پلورونکي هم مني چې نرخونه ارزانه شوي دي.

 د فراه ښار يو هټۍوال عبدالغفار اخندزاده پژواک ته وويل، د تېر اختر په پرتله سږ کال د وچې مېوې نرخونه کم شوي دي.

هغه زياته کړه: «تېر اختر کې يو کيلو کشمش ۲۴۰ افغانۍ وو، سږ کال تر ۱۵۰ افغانيو راټيټ شوي. نخود په ۲۰۰ افغانۍ کيلو وو، سږ کال په ۱۲۰ افغانۍ ښه نخود پيدا کېږي. دغه شان پسته هم تېر کال کيلو په ۱۱ سوه افغانۍ وه خو اوس ۶۵۰ افغانۍ باندې پلور کېږي.»

نوموړی وايي، همداسې د نورو وچو مېوو نرخونه هم د تېر په پرتله ټيټ شوي دي.

خو د فراه ځيني اوسېدونکي وايي، د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی چې په دغو نرخونو کې هم د اختر لپاره وچه مېوه واخلي.

رحيم چې د فراه په ښار کې ورځ مزدوري کوي، وايي، توان نه لري چې د اختر لپاره وچه مېوه واخلي.

هغه وايي: «موږ د ورځې په درې سوه افغانۍ مزدوري کوو، که نرخونه هر څومره راټيټ شي نو موږ به په څه باندې وچه مېوه واخلو، په درې سوه افغانۍ کې هم کله ناکله کار نه پيدا کېږي.»

د فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم د توکو د نرخونو ټیټېدو خبره کوي.

 د یاد ریاست رییس حافظ شمس الحق اجمل وايي، د روژې میاشتي د پیل څخه هره اونۍ ښار کنټرولوي.

هغه زياته کړه، د ولايت مقام په مشرۍ اړوند سکټوري رياستونو ګډ پلاوی ټاکلی چې هره ورځ په ښار کې نرخونه کنټرولوي او لږ تر لږه د ۲۵ ډوله تازه مېوو نرخونه يې کنټرول کړي دي.

د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سږ کال د تېر په پرتله د وچو مېوو نرخونه ټيټ شوي خو د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي بيا د نرخونو له لوړېدو شکايت کوي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version