Pajhwok Afghan News

دایکنډي کې د «راف» طبي بوټي ټولول دود شوي

نیلي (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د «راف» طبي بوټي ټولول دود شوي او تېر کال حکومت له دې لارې څه باندې ۴۲ میلیون افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي.

د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېراحمد رفیع وايي، د راف طبي بوټی ډېر په شهرستان، میرامور، کیتي، خدیر، پاتو او نیلي لسوالیو کې پیدا کېږي او له ټولولو یې غوره عاید تر لاسه کېږي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د لومړي ځل لپاره د دایکنډي په شپږو ولسوالیو کې نږدې ۵۰۰ هکتاره ځمکه چې د راف بوټي په کې شنه شوي وو، د کرنې د ریاست له‌خوا یوه خصوصي شرکت ته په اجاره ورکړل شوې وه.

هغه زیاته کړه، د تېر کال په لومړیو کې یاد ځایونه سروې او پېژندل شوي وو او وروسته له هغې د داوطلبۍ له لارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوي وو.

د مولوي رفیع په خبره، له دې لارې دولت نږدې ۴۲ میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي دي.

دایکنډي یو غرنی ولایت دی چې د پسرلي موسم له لومړیو د ډېرو غرونو پر سر په طبیعي ډول د راف بوټي شنه کېږي، «نار راف» د خلکو ترمنځ د یوې خوندورې غرنۍ مېوې په توګه شهرت لري.

ورته مهال، د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان وايي چې راف طبي خاصیت لري او د ځینو ناروغیو درمل دی.

د دایکنډي د کرنې او مالدارۍ د چارو کارپوه عزیز شریفي پژواک خبري اژانس ته وویل، راف د «انجه» له کورنۍ څخه دی چې شیره یې بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، راف د متفاوته بوی له امله بازار کې د انجې په نسبت لږ ارزانه دی او د راف بوټی د قارچ، انټي‌بیوټیک او چینجي ضد خواص لري.

شریفي زیاته کړه، راف بوټی د هضمي ستونزو او د وینې فشار ټیټولو لپاره هم ډېر اغیزناکه دی.

نوموړي دغه‌راز وویل چې خلک د راف شیرې له ګټو نه دي خبر له همدې امله دغه بوټي ته چې ډېر ښه خواص لري، پاملرنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، له دایکنډي څخه د راف شیره په ټیټه بیه پېرل کېږي او د هندوستان په ګډون نورو هېوادونو کې په لوه بیه پلورل کېږي.

بلخوا، د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عرضي کربلایي پژوک خبري اژانس ته وویل چې د سیمې په غرونو یې د راف ډېر بوټي شنه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ پر غرونو د راف بوټي ډېر دي، پسرلي کې زموږ خلک د راف بوټي د څارویو خوراک لپاره راټولوي، تراوسه یې چا شیره نه ده راټوله کړې او پلورلې یې نه ده.»

د هغه په خبره، اورېدلي یې دي چې دا غر د راف شیرې ټولولو لپاره سروې او پېژندل شوی او ټاکل شوې چې راتلونکو کلونو کې شرکتونه دغه بوټی راټول کړي.

نوموړي څرګنده کړه، خلک د دغه بوټي ارزښت او راټولو د طریقې په اړه نه پوهېږي، اړتیا ده چې دا کار مسلکي کسان وکړي.

د دایکنډي یو اوسېدونکی دین‌محمد هم وايي، خلک د دا ډول اړین او ارزښتناکه بوټي له ارزښته بې خبره دي او تازه خبر شوي دي.

هغه وویل، خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، که د دغه بوټي له ارزښته خبر وای او کار یې پرې کړی وای، اوس به یې اقتصادي وضعیت ښه و.

هغه له حکومته غواړي چې د شیرې راټلولو برخه کې د مسلکي کارکوونکو ترڅنګ د هماغې سیمې خلکو ته هم برخه ورکړي څو پوه شي او د کار زمینه هم ورته برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کارپوهانو په خبره، د دایکنډي غرونه بېلابېل او نامعلومه سرچینې لري، د هغوی په باور د یادو سرچینو پېژندل او کېندل د خلکو د اقتصادي پر ځان بسیاینې‎ لامل کېږي.

Views: 215

Exit mobile version