ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د انجې کښت ډېرېدل؛ کروندګر: د دغه محصول د کرکېلې برخه کې روزنې ته اړتیا لرو

29 May 2024 - 20:10
29 May 2024 - 20:10

نیلي (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): دایکنډي کې یو شمېر کروندګر د انجې کښت ډېروالي او ترویج له امله خوښي څرګندوي او ‎وايي، د دغه ولایت اقلیم ته په کتو د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او دوی توانېدلي چې له دغه طبي بوټي ښه حاصل ترلاسه کړي.

انجه یو طبي بوټی دی چې د درملو جوړولو برخه کې ترې ډېره ګټه اخیستل کېږي او په دې وروستیو کې یې د دایکنډي په ډېرو ولسوالیو کې کښت دود شوی دی.

دایکنډي کې د کرنې شرکتونو یوه مسوول محمدرحیم اخلاقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د انجې بوټی لږو اوبو ته اړتیا لري او د دایکنډي له اقلیم سره سمون لري، نو دغه ولایت کې یې ښه نتیجه ورکړې ده.

هغه چې پر خپله نږدې دوه جریبه ځمکه یې انجه کرلې، وايي، هڅه کوي څو د دغه بوټي کرل دایکنډي کې لا دود کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د انجې بوټي کښت دود کړ؛ ځکه چې یو حلال کښت دی، د دایکنډي په ټولو ولسوالیو کې کښت شوی او ډېره ښه پایله یې ورکړې ده.»

نوموړی د حکومت د هراړخیزې مرستې غوښتونکی دی.

دایکنډي کې د محسن په نوم یوه کروندګر پژواک ته وویل، د انجې طبي بوټی ډېرې ګټې لري، لږو اوبو ته اړتیا لري او دغه ولایت کې یې ښه پایله ورکړې ده.

هغه زیاته کړه: «له یو جریب ځمکې څخه هر کال له پنځو تر شپږو لکو افغانیو حاصلات ترلاسه کولای شو او دا د دې لامل شو چې موږ انجه وکرو.»

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې حکومت بزګرو ته د روزنې پروګرامونه برابرې کړي څو هغوی وکولای شي چې د انجې کښت او ټولول زده کړي او ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

نوموړي دغه‌راز وویل: «تمه لرو چې دولت موږ ته کیمیاوي کود راکړي، دایکنډي کې د دې بوټي مارکېټ او بازار جوړ کړي او له بزګرو سره له اقتصادي اړخه مرسته وکړي.»

هغوی له حکومته غواړي چې د انجې کښت او محصول ټولولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بلخوا، دایکنډي کې هم ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت اقلیم د انجې کښت لپاره مناسب دی او خلکو تېر کال کې د انجې ښه محصولات ترلاسه کړي دي.

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیدمصطفی صالح وویل، تېر کال د دغه ولایت بزګرانو په شپږ زره او ۱۶۸ هکټار ځمکه انجه کرلې وه.

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت کروندګرو شاوخوا درې زره او ۳۹۹ متریک ټن د انجې حاصلات ترلاسه کړي او پلورلي دي.

هغه زیاته کړه چې بزګران د یاد بوټي کښت ته ډېره لېوالتیا لري.

صالح وویل: «انجې دایکنډي کې د کوکنار د کښت ځای نیولی، تېر کال بزګرانو ته د انجې تخم او بوټي، درمل او کیمیاوي کودونه وېشل شوي او سږ کال هم پر ۵/۲ جریب ځمکه د انجې تخم کرل شوی چې بزګرانو ته وېشل کېږي. د کرنې ریاست بزګرانو ته د انجې د کښت په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونه لري.»

هغه زیاته کړه، سیمه‌ییزه اداره له هغوی څخه اړین ملاتړ کوي او راتلونکي کې هڅه کوي چې له بزګرانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال وچکالیو د دایکنډي خلکو ته جدي زیانونه اړولي، له دې امله کروندګر هیله‌من دي چې دا چې انجه لږو اوبو ته اړتیا لري، د څو کالو وچکالۍ زیانونه به یې جبران کړي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version