دایکنډي کې د انجې کښت ډېرېدل؛ کروندګر: د دغه محصول د کرکېلې برخه کې روزنې ته اړتیا لرو
دایکنډي کې یو شمېر کروندګر د انجې کښت ډېروالي او ترویج له امله خوښي څرګندوي او وايي، د دغه ولایت اقلیم ته په کتو د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او دوی توانېدلي چې له دغه طبي بوټي ښه حاصل ترلاسه کړي.


