ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ چاهي ولسوالۍ خلک لومړنیو خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

12 Apr 2024 - 09:31
12 Apr 2024 - 09:31

مزارشریف (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د بلخ ولایت د نوې تشکیل شوې چاهي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې لومړنیو خدماتو لکه برېښنا، ښوونځي، روغتیایي مرکزونو، سړک او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغوی له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه څو یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د بلخ چاهي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحی وایي چې دغه ولسوالۍ د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته د دغه ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ څخه جلا شوې ده.

هغه زیاتوي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي برېښنا، روغتیایي مرکزونو، سړک او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

عبدالرازق د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم وایي چې دغه ولسوالۍ یوه له لرو سیمو څخه ده چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی د څښاک پاکې اوبو، برېښنا، معیاري سړک او روغتیایي مرکزونو نشتوالی د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له مهمو ستونزو او ننګونو یادوي.

د چاهي بل اوسېدونکی واحد وایي چې د دې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي چې له امله یې ډېری وخت ترافیکي پېښې هم رامنځته کېږي.

هغه وایي: «سړک خراب دی، خلک ډېرې ستونزې لري، د برېښنا او اوبو نشتوالي هم خلک له ستونزو سره مخ کړي او حکومت باید دې برخې ته پام وکړي.»

ځینو نورو خلکو هم ورته ستونزې یادې کړې او له حکومته یې د حل په برخه کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

بلخوا د دې ولسوالۍ ځایي مسوولین هم یادې ستونزې مني خو پر هواري يې ټینګار کوي.

د چاهي ولسوالۍ مرستیال ولسوال حفیظ‌الله وایي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو یې له ځایي چارواکو سره شریکې کړې او د وخت په تېریدو به یې هرې ستونزه ته رسېدنه وشي.

هېواد کې د سرپرست حکومت له واکمیندو وروسته بلخ کې دوه نوې ولسوالۍ (البرز او چاهي) تشکیل شوې دي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version