ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی

13 Apr 2024 - 11:23
13 Apr 2024 - 11:23

اسعداباد (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه شاوخوا درې برابره ټيټه شوې ده.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې څه باندې ۸۰ زره ماشومان په متوسطې خوارځواکۍ او له ۱۶ زرو ډېر له پنځو کالونو کم‌عمره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته وو، خو په ۱۴۰۲ کال کې بیا یوازې ۱۷ زره ماشومان په متوسطې خوارځواکۍ او درې زره او ۲۴ ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي وو چې څه کم پنځه برابره کموالی ښيي.

د دغه ریاست ویاند ایازخان صافي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په ۱۴۰۱ لمریز کال کې زموږ روغتیایي مرکزونو کې د ۸۰ زره ۲۵۹ د متوسطې او د ۱۶ زره ۲۳۰ د شدیدې خوارځواکۍ اخته کسانو درمنله شوې ده، په ۱۴۰۲ کې بیا د ۱۷ زره ۸۶۱ متوسطې او ۳۰۲۴ شدیدې خوراځواکۍ ناروغانو درملنه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، په لرې پرتو سیمو کې یې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته کړې او د بېلابېلو همکارو موسسو په همکارۍ یې په یو شمېر سیمو کې له امېندوارو مېرمنو سره نغدي مرستې هم کړې چې له امله یې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خوارځواکۍ له امله ۲۴۵ ماشومانو او ۱۶ مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی و، خو په ۱۴۰۲ کال کې بیا ۹۰ ماشومانو او درېیو مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی چې د شاوخوا درې برابره کموالی ښيي.

ورته مهال، دغه ولایت کې یو شمېر روغتیایي فعالان د روغتیایي ادارو او خیریه موسسو هڅې ستایي او زیاتوي چې اړونده ادارې دې له امېندواره او شیدې ورکوونکو میرمنو سره د غذایي رژیم ښه والي په موخه مالي مرستې او همکارۍ ډېرې کړي.

د اسعداباد ولایتي روغتون یو ډاکټر رحیم‌الله وايي: «زموږ اقتصاد ډېر خراب دی، ډېرو مېرمنو ته په وخت سم او ګټور خواړه نه رسيږي، همدا لامل دی چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته کېږي، غوښتنه مې دا ده چې د اقتصاد د ښه‌والي او روغتیایي خدمتونو د پراخوالي لپاره هڅې لا ډېرې شي.»

د یادونې ده، اوسمهال د کونړ په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق په مالي همکارۍ له څه باندې ۱۶ زره امېندواره او شیدې ورکونکو مېندو سره د نغدي مرستو لړۍ روانه ده چې هرې مېرمنې ته د غذايي رژیم پیاوړتیا او د خوارځواکۍ مخنیوي په موخه د میاشتې ۶۹ امریکایي ډالر ورکول کېږي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version