ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غاښونو ساتنې لپاره باید څه وشي؟

20 Apr 2024 - 19:06
20 Apr 2024 - 19:06

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د خولې د جوف ناروغیو یو پروفیسر د دې ترڅنګ چې له خوب څخه له پاڅېدو وروسته او له ویده کېدو مخکې د غاښونو پر برس کولو ټينګار کوي، وایي، د خولې او غاښونو حفظ الصحې نه مراعتول، د ګازلرونکو نوشابو څښل او د خوږو خوړل د غاښونو خرابېدو لامل کېږي.

د خولې د جوف ناروغیو پروفیسر رنځورپوه محمدحریف پرواني پژواک خبري اژانس ته وویل: «خوله او غاښونه د ټول بدن دروازه ده، چنجن غاښونه انسان کې د بېلابېلو ناروغیو لکه قلبي روماتېزم، تنفسي ستونزې او د مفصلونو درد پیدا کېدو لامل کېږي.»

هغه وویل: «د عامو خلکو په خبره چنجن غاښونه یا د غاښونو د نسج ناروغي یوه میکروبي ناروغي ده چې د غاښونو د مینا خرابېدو لامل کېږي.»

نوموړی وایي، د خولې او غاښونو د حفظ ‌الصحې نه مراعتول، د چمتو شوو خوړو (فسټ فوډ) خوړل، ګازلرونکې نوشابې څښل او د خوږو خوړل د غاښونو خرابېدو لاملونه دي.

هغه د غاښونو پر حفظ‌ ‌الصحې ټينګار وکړ، ویې ویل: «خپل غاښونه هر سهار له خوب څخه له پاڅېدو وروسته او د شپې له ویده مخکې برس کړئ او ښه یې ومینځئ؛ ځکه د غاښونو په منځ کې پاتې شوي خواړه د باکتریاوو پیدا کېدو او د غاښونو خرابېدو لامل کېږي.»

نوموړي دغه‌راز وویل چې د ډېرو خوږو له خوړلو او د ګاز لرونکو نوشابو له څښلو څخه باید ډډه وشي؛ ځکه د غاښونو خرابېدو عمده لاملونه همدا دوه دي.

د هغه په خبره، د رنګ تغییر، د سړو او تودو خوړو پر مهال د درد احساس د غاښونو خرابېدو له لومړنیو نښو دي، که ډاکټر ته په وخت مراجعه ونه شي غاښونو کې توروالی پیدا کېږي او ان له منځه ځي.

پروفیسر پرواني وایي: «له بده‌مرغه زموږ په هېواد کې تر څو د یو چا غاښ ښه شدید په درد نه شي ډاکټر ته مراجعه نه کوي، شدید دردونه هغه مهال رامنځته کېږي چې غاښ د له منځه تلو په حال کې وي، بیا یې هغه مهال درملنه ستونزمنه وي او ډېر لګښت ته هم اړتیا وي.»

هغه وویل کله چې یادې لومړنۍ نښې نښانې ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي څو د غاښونو خرابېدو مخنیوی وشي.

هغه چمتو شوو خوړو او ګازلرونکو نوشابو څخه استفادې ته په اشاره وویل، له همدې کبله د غاښونو ستونزې د کلیو په پرتله ښارونو کې ډېرې وي؛ ځکه په کلیو او بانډو کې خلک له طبیعي خوړو ډېره استفاده کوي، له ګاز لرونکو نوشابو او چمتو شوو خوړو ډېره کمه استفاده کوي.

نوموړي مېندو ته سپارښتنه وکړه چې خپل ماشومان تر دوه کلنې پورې په خپلو شیدو تغذیه کړي؛ ځکه د مور شیدې ویټامیونونه او کلسیم لرونکې دي.

د هغه په خبره، تجربو ثابته کړې چې په مصنوعي شیدو سره د ماشوم تغذیه د دې لامل شوې چې ماشوم روغ غاښونه ونه لري.

بلخوا، د کابل ښار د شهرنو سیمې یوه اوسېدونکې ۲۵ کلنه سمیه چې د خپلو غاښونو درملنې په موخه یې ډاکټر ته مراجعه کړې، وايي: «شاوخوا دوه کاله مخکې مې پاسني غاښونه خراب شوي وو، کله به مې چې خواږه شیان او سړې اوبه څښلې ډېره به یې په عذابولم څو ډاکټر ته مې مراجعه وکړه لومړۍ یې دوه غاښونه راته ډک کړل، بل ځل ته یې وغوښتم زما دغه غاښونه یې پوښ کړل.»

نوموړې وویل چې د ډاکټر په سپارښتنو یې عمل کړی؛ له خوږو خوړلو او ګازلرونکو نوشابو له څښلو یې ډډه کړې ده.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version