ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي دغه ښار کې له ترافیکي بې‌نظمیو شکایت لري

21 Apr 2024 - 18:17
21 Apr 2024 - 18:17

زرنج (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۳): د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي، نیمروز کې د ترافیکي اشارو نشتوالي او دغه ښار کې د ماشومانو له لوري د موټر چلوونې له امله شکایت لري، بلخوا د دغه ولایت د ترافیکو اداره وایي، ترافیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې کمېټه جوړه کړې ده.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي محمدعمر بارکزي پژواک ته وویل، دې وروستیو کې دا ښار د تګ راتګ او د نقلیه وسایطو درېدو له پلوه ډېر بې‌نظمه شوی دی‎.

هغه زیاته کړه: «نیمایي هغه خلک چې د بې‌نظمۍ لامل شوي د موټر چلوونې له قانون څخه بې‌خبره دي او ان ځیني یې له قانوني سن کم‌عمره دي، د موټر چلوونې جواز هم نه لري او ډېری وخت هغوی د ترافیکي پېښو لامل کېږي.»

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د داسې بې‌نظمیو مخه دې ونیسي.

د زرنج ښار یو بل اوسېدونکی سعید رحماني چې د دغه ښار وضعیت ته اندېښمن دی، وایي: «دغه ښار کې له کلونو راهیسې ترافیکي څراغونه، د ترافیکي لارښود نښې نشته او په څلورلارو کې د ترافیکو شمېر هم کم دی، اوس چې د هر چا زړه وشو خپلو بچو ته موټر او موترسایکل اخلي او په افتخار یې په ډېر سرعت سره په کوڅه کې چلوي.»

هغه وایي چې د ترافیکو اداره باید هغو کسانو ته موټرچلوونې اجازه ور نه‌کړي چې جواز نه لري او قانوني سن یې نه وي پوره کړی، بیا دې د وسایطو درولو لپاره ځای مشخص کړي څو خلک د خپلو وسایطو درولو پر مهال د لاربندۍ لامل نه شي.

بلخوا، د زرنج ښار د ترافیکو ادارې د پېښو مدیر سردارمحمد رحیمي پژواک ته وویل چې د خلکو له شکایتونو وروسته، دې ادارې د نیمروز ولایت مقام په سپارښتنه ترافیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ښاري انظباط په نوم یوه کمېټه جوړې کړې ده.

هغه وویل، یادې کمېټې په لومړي سر کې په لویو څلور لارو لکه ۶۰ متره سړک، برکت څلورلارې او سړک نقشه سیمو کې امنیتي چک پاينټونه جوړ کړي، هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي او هر ډول موټر چلووي موټر یې د ترافیکو ادارې له خوا ضبطیږي او ورته د دخولي او خروجي پارچه هم ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، له یوې اونۍ وروسته د دغو ماشومانو مشران لکه نیکه، پلار او تره د ضامن په ټوګه د ترافیکو ادارې ته راغوښتل کېږي، له کتبي ژمنې او د معتبر سند له اخیستو وروسته بیا ځلي یې خپل وسایط ورته تسلیمېږي.

د ترافیکي پېښو مدیر وایي: «زرنج ښار کې ډېری ترافیکي پېښې د همدغو کم‌عمره ماشومانو او د هغو ځوانانو له کبله پېښيږي چې د ترافیکي اصولو سره نااشنا دي، نو د دغو چک‌پاینټونو او د ترافیکو ادارې له روزمره نظارت وروسته ترافیکي پېښې کمې شوې؛ ځکه چې په هر چک‌پاینټ کې له هغو ماشومانو چې موټر چلووي موټر ترې اخیستل کېږي، وسیله یوه اونۍ ضبطوو، د پلار د تذکرې او دوکان د جواز په ضمانت یې بېرته ورته تسلیموو چې بیا په ماشومانو موتر چلوونه ونه‌کړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال وري میاشت کې زرنج ښار کې پنځه ترافیکي پېښې ثبت شوې دي چې په نتیجه کې یې څلور کسان مړه او ۵ کسان ټپيان شوي دي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې تر اوسه ۳۰ نقلیه وسایط چې ماشومانو چلوول، د ترافیکو ادارې له خوا ضبط شوي او د ښاري انظباط کمېټې فعالیت د ترافیکي بې‌نظمیو د مخنیوي په موخه دوام لري.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version