ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د کرونګ سیمې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

24 Apr 2024 - 13:13
24 Apr 2024 - 13:13

اسعداباد (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۳): د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ د کرونګ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمه کې یې هیڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې نشته او له حکومته غوښتنه کوي چې روغتیایي مرکزونه ورته جوړ کړي.

د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ د کرونګ  سیمه چې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ ژوند په کې کوي، د اوسېدونکو په خبره یې چې هیڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د یادې سیمې یوه قومي مشر عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په سیمه کې له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي خو هیڅ ډول روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو؛ خپل ناروغان په ډېر کړاو د قرو کلینیک او یا هم د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وړو.»

هغه زیاتوي، د کرونګ غرنۍ سیمه د ولسوالۍ له روغتیايي مرکزه شاوخوا ۱۵ کیلومتره لرې ده او په وینا يې، ځایي اوسېدونکي د لارې د اوږدوالي او خرابوالي له امله نه شي کولی خپل ناروغان پر وخت نورو سیمو ته د درملنې لپاره ولېږدوي.

نوموړی له حکومته غواړي چې په روغتیایي او نورو برخو کې ورته خدمات ورسوي.

د کرونګ سیمې یو بل قومي مشر سیدالرحمن وایي، ډېر وخت ناروغان د ولسوالۍ روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل: «زموږ ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ دی؛ د ولادي نسایي برخې ناروغان روغتیایي مرکز ته د نه‌ لاسرسي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وي.»

هغه وایي، درې میاشتې مخکې یې د سینه‌بغل پر ناروغۍ اخته یوه درې کلن ماشوم روغتیایي مرکز ته د نه لاسرسي له امله ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي وویل: «موږ ډېر بدبخته یو، هیڅ اسانتیاوې نه لرو، کابو درې میاشتې وړاندې مې یو کوچنی زوی ناروغ شو، په سیمه کې کلینیک نشته، سهار وخته مې روان کړ چې د ولسوالۍ روغتون ته یې ورسوم، خو ژوند یې په لار کې له لاسه ورکړ.»

هغه  له حکومته غواړي چې دوی ته په خپله سیمه کې روغتون جوړ کړي.

ورته مهال، د دغه ولایت د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، د روغتیا برخه کې یې د وټه‌‌پور د کرونګ سیمې خلکو ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او هیله ښيي چې په نږدې راتلونکي کې به ورته یو فرعي روغتیايي مرکز جوړ شي.

د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل: «موږ په پلان کې لرو چې د وټه‌پور په کرونګ دره کې خلکو ته لومړني صحي خدمتونه برابر کړو، موږ یې پشنهاد د وزارت له مقام سره شریک کړی او تمه شته چې دغلته روغتیایي مرکز منظور شي.»

هغه زیاتوي، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د کونړ په ګڼو هغو سیمو کې چې خلک  یې له روغتیایي خدمتونو لرې وو، ۶۲ نوي روغتیایي مرکونه جوړ شوي او دغه لړۍ به له روغتیایي اسانتیاوو بې برخو نورو سیمو ته هم وغځوي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version