Pajhwok Afghan News

د افغانانو ودونو کې دودونه او رواجونه؛ د تېرو ۳۰ کلونو په پرتله په دغو دودونو کې کوم بدلونونه راغلي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د خپلو ودونو په مراسمو کې د بدلونونو خبره کوي او وایي، پخوا د ودونو مراسم ساده او کم‌لګښته وو، خو اوس د رواجونو په ډېرېدو سره د دغو مراسمو لګښت هم لوړ شوی دی.

هر هېواد د ودونو ځانګړي مراسم لري، افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د ودونو لپاره ځانګړي رواجونه او دودونه لري او دغه راز بېلابېلو ولایتونو کې هم بېلابېل رواجونه لري.

کابلیان: مخکې مو د ودونو مراسم ساده وو

د کابل ښار یوې اوسېدونکې ۸۰ کلنې شهناز پژواک ته وویل: «واده یعنې د کورنۍ جوړښت، هلک او نجلۍ خپلو کې واده کوي او له مجردۍ وځي؛ مخکې به د کابلیانو ودونه ډېر ساده و، خلک به ډېر زرق‌وبرق پسې نه ګرځېدل، خو اوس یې ډېر لګښتونه را ایستي چې د زوم ملا ماتوي.»

هغې وویل: «کابل ښار کې شاوخوا ۳۰ کاله مخکې له لفظ اخیستو وروسته به د نجلۍ پلار شیریني‌خوري مراسم جوړول، ولور مو نه درلود، د زوم اقتصاد ته په کتو به د واده مراسم ترسره کېدل، مراسمو کې به یې له ۳۰۰ ډېر کسان نه خبرول او پای کې به تخت‌جمعي هم وه.»

هغې زیاته کړه: «اوس خو په زوم د شیریني‌خوري مراسم ترسره کوي، د نکریزو شپه، د واده محفل او ان تخت‌جمعي هم په هوټل کې نیسي، واده کې لږترلږه ۵۰۰ کسان خبروي، دوه طرفه جهېز، سره زر، قیمتي کالي او دا نور ټول لګښتونه د زوم ملا ماتوي، هغه وخت کې به زوم نه پوروړی کېده، خو اوس چې له چا اورې وایي چې زوم پوروړی دی.»

نیمروز کې ځیني ځوانان د واده مراسمو د لوړ لګښت له امله ان تر ۹ کلونو پورې کوژدن پاتې کېږي

د زرنج ښار یوې اوسېدونکې فاطمې وویل: «مخکې به ودونه ساده وو، خو اوس ځوانان بد‌بخته کوي، یو ځوان له ۶ تر ۹ کلونو پورې نامزد پاتې کېږي؛ ځکه د خپل واده لګښتونه نه شي پوره کولی.»

هغې وویل، اوسنیو ودونو کې د پخوا په نسبت ډېر بدلونونه راغلي، د بېلګې په ډول تر ۳۰ کلونو مخکې به له ۳۰ زرو ډېر ولور نه وو، اوس ۶۰۰ زره افغانۍ ولور اخیستل کېږي.

د هغې په خبره، پخوا د ودونو مراسمو ډېر شانداره نه وو، په کورونو کې به ترسره کېدل، داسې ساده ودونه به ول چې ان ناوې ته به یې موتر نه ګل‌پوشاوو، سټيج او د ناوې ځای به نه مزین کېده، خو اوس ډېر لګښتونه کېږي او مراسم په هوټل کې نیول کېږي.

د لغمان یو اوسېدونکی: خلک اوس د ودونو مراسمو ترسره کولو کې یو له بل سره سیالي کوي

د لغمان ولایت یو اوسېدونکی محمدعارف هم په ودونو کې د تغییراتو راتلو خبره کوي او وایي: «تېرو وختونو کې به چې په ودونو کې مېلمنو ته ډوډۍ تیارېدله، کم‌لګښته به وه، خو اوس مېلمنو ته لسګونه ډوله خواړه چمتو کېږي.»

هغه په ودونو کې ډېر لګښت اندېښمنوونکی بولي او زیاتوي: «اوس د ودونو مراسمو په ترسره کولو کې هم سیالي شروع شوې چې نورو داسې واده وکړ، ولې موږ یې داسې ونه‌کړو.»

هغه وویل مخکې به ولور په افغانیو اخیستل کېده، خو اوس خلک ډالر اخلي او ډېری کورنۍ خپلو لورګانو ته جهېز نه اخلي، په داسې حال کې چې تېرو وختونو کې به د ولور په پیسو نجلۍ ته جهېز هم اخیستل کېده.

د نورستانیانو د ودونو په مراسمو کې ډېر بدلون نه دی راغلی

د نورستان یوې اوسېدونکې حنیفې نورستانۍ وویل د پخوا په پرتله‎ د دوی په ودونو کې ډېر تغییر نه دی راغلی او زیاته یې کړه‎: «مخکې ولور نه و، کله به چې نجلۍ کوژده شوه د پیسو په بدل کې به یې د هلک له کورنۍ شاوخوا له ۱۰ تر ۲۰ غواګانې غوښتي؛ ځکه د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي مالدار دي، خو اوس دغه رواج تغییر کړی او په ولور کې نغدې پیسې اخلي.»

د هغې په خبره، له ډېر پخوا راهیسې د دې ترڅنګ چې د ناوې د خونې د اړتیا وړ ټول توکي د هغې د پلار له خوا اخیستل کېږي، ۲۰ بورۍ جوار او تازه پنېر او یوه غوا هم ناوې ته د تحفې په دول د زوم کور ته لېږل کېږي.

نوموړې وویل: «له ډېر پخوا تر اوسه هر واده کې له دوو تر درېیو غواګانې حلالوو او هغه د یخني په ډول پخوو، د هغه غوښه له یخني جلا کوو، یخني کې اوړه ګډوو څو د فرني په ډول غلیظ شي او له پخېدو وروسته پر هغه زېړغوړي اچوو او پر ملېمنو یې وېشو.»

هغه وایي، کوم کسان چې په ودونو کې ګډون ونه شي کړای، هغوی ته د زوم د کورنۍ له خوا یو څه تازه غوښه ور لېږل کېږي.

دایکنډي

د دایکنډي یوه اوسېدونکي سید حبیب‌الله اکبري چې د واده یې دوه کاله تېر شوي د دغه ولایت د ودونو د پخواني او اوسني مراسمو په اړه وویل: «زموږ د ولایت ډېری اوسېدونکي شعیه دي، خپل ځانګړي دودونه او رواجونه لري؛ تېر کې ولور نغدې پیسې نه وې، بلکې وزې او پسونه وو او جهېز به هم په پخوانیو صندقونو کې و، د کوټې فرش به هم نېمڅۍ او پلاس وو.»

هغه وویل: «کله چې ناوې به یې د زوم کور ته په موټر او اس کې راوسته ښځو به دایرې وهلې، ډېر ارایش به یې نه کاو، د واده ډوډۍ به د وزې او یا پسه غوښې شورا وه.»

خو د هغه په خبره، د وخت په تېروېدو سره د دغه ولایت د ودونو په دودونو او رواجونو کې هم تغییرات راغلي، هغه د مثال په ډول وویل، غواګانې او پسونه پر نغدو پیسو بدل شول، د ولور پیسې د غواګانو او پسونو قیمت ته په کتو ټاکل کېږي، د واده مراسم هم شانداره ترسره کېږي، بېلابېل خواړه تیاریږي او د ناوې پیسې ګل‌پوش موټر هم بیول کېږي.

کونړ کې اوس ولور په نغدي ډول دی

د کونړ یو اوسېدونکی افتخار مشواڼی وایي: «ودونو نسبت تېرو وختونو ته ډېر تغییر کړی، تېر کې ولور رواج نه و، د پیسو پر ځای به یې د نجلۍ پلار ته ۲۵ پسونه او یا ۴ غواګانې ورکولې، د نجلۍ او هلک نکاح به یې وتړله.»

هغه زیاته کړه: «زوم به چې تر کومه وخته د نجلۍ پلار ته څاروي نه و ورکړي ناوې به د پلار په کور وه او ماشوم به یې هم د پلار په کور کې زیږېده.»

نوموړي وویل، تېرو وختونو کې به چې ناوې یې د خاوند کور ته بیوله، ګل‌پوش موټر به نه و، پر دوو لرګیو به یې غالۍ اچوله، سړیو به هغه په اوږه کوله او ناوې به یې لېږدوله، خو اوس ناوې په ګل‌پوش موټرو کې لېږدوي.

د هغه په خبره، په ودونو کې به یې څاوري حلالول، د هغه غوښه به یې یخني کوله او په یخني کې به یې اوړه ګډول چې جوش ورته وایي، مېلمنو ته به یې ورکول، خو اوس مېلمنو ته بېلابېل خواړه تیاریږي.

پکتیا کې بیا ولور ملا ماتوونکی دی

د پکتیا یو اوسېدونکی اجمل وایي چې ولور ۳۰ کاله پخوا درې لکه، خو اوس ۱۲ لکو افغانیو ته لوړ شوی دی.

هغه وویل، مخکې به په ودونو کې مېلمنو ته یوازې وریجې او غوښه ورکول کېده، مېلمانه به تر درېیو سوه کسانو و، خو اوس بېلابېل ډوله خواړه، مېوې او ان نوشابې هم تیاریږي، هر واده کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان رابلل کېږي، مخکې به ناوې ته ۵ جوړې کالي اخیستل کېدل، خو اوس ورته ۴۰ جوړې کالي اخیستل کېږي.

هرات کې د ودونو په مراسمو کې ځیني تغییرات راغلي

د هرات یو اوسېدونکی ګل‌احمد وایي چې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې رسمونه او دودونه توپیر کوي، څرنګه چې په ښار کې د ولور لګښت کم دی، خو په ولسوالیو کې بیا ډېر دی، خو په ودونو کې ډېر تغییر نه دی راغلی.

د هغه په خبره، هرات کې مخکې له دې چې شیریني ورکړي د دواړو خواوو مشران د واده اړوند مسایلو لکه ولور، شیریني‌خوري، جهېز، اختري نورزي او داسې نورو په اړه غږیږي.

هغه وایي، د دغه ولایت په مرکز کې ولور له یو لک تر درېیو لکو افغانیو پورې ورکول کېږي د کم ولور له کبله د زوم کورنۍ جهېز تیاروي، خو په ولسوالیو کې له شپږو تر دوولسو لکو افغانیو پورې ولور اخیستل کېږي، خو جهېز د ناوې کورنۍ تیاروي.

د بدخشانیانو په ودونو کې ډېر تغییر نه دی راغلی

د بدخشان د شهدا ولسوالۍ یو اوسېدونکی رفیع‌الله رشیدي وایي، ودونو کې نسبت پخوا ته ډېر بدلون نه دی راغلی.

نوموړي وویل چې طرفین پر ولور خبرې کوي، ولور له دوو لکو افغانیو باید کم نه وي؛ ځکه د نجلۍ پلار د ولور په پیسو د جهېز په نوم د ناوې د کور د اړتیا وړ ټول توکي پېري.

هغه وویل چې له پخوا تر اوسه د واده مراسمو د لګښت لېست چې ۲۰ بورۍ وریجې، ۱۲ بورۍ اوړه، ۲۰ منه غوښه، دوه‌ سوه منه لرګي، لس منه کچالو، لس منه پیاز، دوه کارتنه روب، یو کارتن تور او کارتن شین چای په کې شامل دي، د زوم کورنۍ ته سپارل کېږي.

Views: 153

Exit mobile version