ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې مسوولین: سېلابونو ۱۳۰ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان کړي

11 May 2024 - 20:07
11 May 2024 - 20:07

پلخمري (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د بغلان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو ۱۳۰ کسان مړه کړي او شاوخوا سل نور ټپیان دي.

د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي د غویي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د بغلان په لسو ولسوالیو کې باران شوی چې له امله یې په مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو کې د راغلو سېلابونو له امله ځایي اوسېدونکو ته د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیان هم اوښتی دی.

دی وايي، د بغلان په بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د تېرې ورځې په راغلو سېلابونو کې تر دې مهاله ترلاسه شوو شمېرو له مخې، ۱۳۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.دی زیاتوي، سیمې ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ژغورنې ټیمونه رسېدلي او ښایي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

بلخوا، د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال په نوم سیمې اوسېدونکي ملا عبدالوارث پژواک اژانس ته وویل، پرون کله چې له کوره بهر شو، د اوبو سل متره لوړې څپې یې تر سترګو شوې، ډېر ویروونکی حالت و.
دی وايي: “پرون مو چې په دغه کلي کې مړي حساب کړل، ۷۵ تنه وو، څاروي خو بېخي ډېر مړه شوي دي.”
د یادې سیمې بل اوسېدونکی حاجي امین وایي، پرون په کور کې نه و، له سېلاب وروسته خبر شو چې د کورنۍ نهه غړي یې اوبو وړي.
نوموړي په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې قبرونو ته په اشاره زیاته کړه، درې لمسیان او شپږ اولادونه چې ټول نهه کسان کېږي، اوبه یووړل.
ده نورې خبرې نه شوې کولای خو جنازې ته راغلو خپلوانو یې له حکومته د دې سیمې له اوسېدونکو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوله.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version