ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د ۵۲ اولادونو پلار: ماشومان مې له زده‌کړو پاتې دي او د ساتلو توان یې نه لرم

19 May 2024 - 14:59
19 May 2024 - 14:59

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): اروزګان کې یو ۵۷ کلن سړی له څلورو ښځو ۵۲ اولادونه لري خو د بېوزلۍ له امله د درېیو خونو په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.

۵۷ کلن محمدصادق اوس‌مهال له خپلو ټولو اولادونو سره یوځای د اروزګان د مرکز ترینکوټ په خیرو کارېز سیمه کې اوسېږي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، څلور مېرمنې او ۵۲ اولادونه لري چې ۲۸ هلکان او ۲۴ نجونې دي.

هغه زیاته کړه، ۹ نور اولادونه یې مړه شوي چې له هغوی سره ټول ۶۱ کېږي.

د نوموړي په خبره چې د اولادونو عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه تر ۲۰ کلونو پورې رسېږي.

محمدصادق وویل: «د ډېرو اولادونو لرل خوند کوي، خو کاش د ساتلو توان مې یې هم درلودای»

هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د کورنۍ له نږدې ۶۰ غړو سره د درېیو خونو په یوه کوچني کرایي کور کې اوسېږي چې یوه خونه یې هم د تېرو ورښتونو پر مهال نړېدلې ده.

د هغه په خبره، پر یوه وخت ټولو اولادونو ته د خوړو رسولو توان نه‌لري او د زده‌کړو زمینه هم نه ده ورته برابره.

نوموړی له اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او موسسو غوښتنه کوي چې د اولادونو زده‌کړو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د حبیب‌الله په نوم د هغه یو ۱۴ کلن زوی چې اوسمهال د ترینکوټ ښار په یوه موټرپلورنځي کې کار کوي او د میاشتې یوازې ۱۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي وايي، ښوونځي ته تلل یې لویه هیله ده خو که زمینه ورته برابره شي.

ورته مهال، د بي‌بي وارثې په نوم د محمدصادق لس کلنه لور هم چې لویه هیله یې ښوونځی لوستل دي، غوښتنه کوي چې د زده‌کړو په برخه کې دې ورسره همکاري وشي.

وارثه وايي، غواړي په راتلونکي کې ډاکټره جوړه شي.

د ترینکوټ ښار د خيرو کارېز سیمه کې د محمدصادق ګاونډیان هم د هغه د بېوزلۍ خبره تاییدوي او وايي چې ډېر کله دوی مرسته ورسره کوي.

هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې له یاد کس سره د سرپناه، خوراکي توکو او اولادونو ته یې د زده‌کړو زمینې برابرولو برخو کې مرسته وکړي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version