ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«نړۍ‌‌وال باید افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او وړو صنعتونو برخو کې مرستې وکړي»

21 May 2024 - 12:05
21 May 2024 - 12:05

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د سولې او پراختیايي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د نړۍ‌والو بېړنۍ مرستې غوره اقدام و، خو نور باید نړۍوال په داسې برخو کې پر مرستو تمرکز وکړي چې اړ خلک پر ځان بسیا کړي.

د هغه په خبره، د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ په کلیوالي کچه وړو صنعتونو کې پانګونه اړینه ده، څو اړمنې کورنۍ له مرستو وروسته وکولی شي خپله ګوزاره پرې وکړي.

هغه دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته بېړنۍ مرستې

د سولې او پراختیايي چارو کارپوه مشتاق رحیم وویل چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون سره سم اقتصادي رکود رامنځته شو خو د بېړنیو مرستو په درشل کې د ملګرو ملتونو ونډه ډېره اساسي وه.

هغه وویل چې افغانستان د وړم کال له سیاسي تحول وروسته یو اقتصادي رکود او شاتګ تجربه کړ، د نړۍوالو بندیزونو له امله د سیمې اتصال محدود شو، د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو له امله نړۍوال سوداګریز بهیر ودرېد، کومو نړۍوالو ادارو چې د هېواد په پراختیايي چارو کې کار کاوه؛ کارونه یې ودرول، نو دغه وضعیت افغان ولس ته د درې وخته ډوډۍ پیدا کول ستونزمن کړل، خو په داسې حالاتو کې د نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او موسساتو مرستې ډېرې اساسي وې.

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونو په ډېر حساس وخت کې د اساسي مداخلې په کولو سره د پیسو ترلاسه کولو او بېرته خلکو ته د رسولو یو چوکاټ برابر کړ او اړوندې برنامې یې هم چمتو کړې.

رحیم زیاتوي، په بېړني حالت کې بشردوستانه مرستې د ژوند ژغورلو لپاره اړمنو ته رسېږي، لکه اړمنو ته پرې خوراکي توکي برابرېږي او یا هم نغدي مرستې ورکول کېږي، خو دا چاره باید موقتي اوسي.

ولې په افغانستان کې نړۍوالې مرستې د پایښت مرحلې ته نه رسېږي؟

مشتاق رحیم وایي، د نړۍوالو مرستو وېش لپاره ملګري ملتونه داسې یو تیوریکي چوکاټ لري چې لومړی باید پیل په بېړنۍ مرستو وشي او وروسته پر پایښتي پړاو هم کار وشي.

دی وايي: «خو په عمل کې پایښتي مسایلو ته پام نشته، که نه دغه مسایل ډېر ضروري په دې دي چې کومې کورنۍ بېړنۍ مرستې اخلي، هغوی باید له دې مرحلې وروسته وتوانېږي چې نور خپله ګوزاره وچلوي.»

د ده په خبره، له بده مرغه اوسمهال په افغانستان کې مرستندویې ادارې په اسانه چارو متمرکزې دي، لکه نغدي پیسې وېشي یا د سمبولیک کار په بدل کې خلکو ته پیسې ورکوي.

هغه زیاتوي: «په ښه ډول د مرستو رسولو لپاره موږ همدا اوس د یوه ستراتیژیک پلان له تشې سره مخ یو، دا لیدلوری معلوم نه دی چې د افغانستان اقتصاد کومې خوا ته ځي او کومې خوا ته نه ځي.»

رحیم زیاتوي، افغانستان کې نړۍوالې مرستې د پایښت مرحلې ته د نه رسېدو بل لامل بسپنه ورکوونکې ادارې دي چې د هغوی حکومتونه له افغان حکومت سره مستقیم کار نه شي کولی.

د ده په خبره، د پروژو په ښه ډول نه تطبیق یو علت له اقتصاد وزارته د پروژو منظوري ده چې ناوخته ترسره کېږي؛ ځکه کوم پلان چې نیول شوی وي، په هغې موده کې د پروژو منظوري نه راځي او وخت ضایع کېږي او بل علت یې دا دی چې په مرستندویو ادارو د ډونر او بسپنه ورکوونکو هېوادونو فشار دی؛ ځکه هغوی خپلو لومړیتوبونه غواړي.

افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د پایښت پړاو ته رسېدو لارې چارې

مشتاق رحیم وویل چې افغانستان کې اوس مرستندویه ادارې په کلیوالي کچه له ولسونو سره ښکېلې دي، خو باید د خلکو اړتیاوې درک شي او دا چې شته زېربناووې له کومو خطرونو سره مخ دي، باید معلوم شي.

دی وايي: «د کرنې برخه کې ولس ډېرو مرستو ته ضرورت لري، تولیدات باید تر بازاره ورسېږي یا د مالدارۍ برخه کې هم اړینه ده چې له خلکو سره کار وشي څو د هغوی شیدو او مستو ته د بازار پیدا کولو په اړه سنجش وشي.»

هغه زیاته کړه چې په کلیوالي کچه پر وړو صنعتونو هم باید پانګونې وشي.

د رحیم په وینا، په یادو برخو کې یو څه کار روان دی خو په هغه کچه نه دی چې اړتیا ده ورته.

د پراختيايي چارو دغه کارپوه وايي، ټولو مرستندویه ادارو ته په کار ده چې خپل مسوولیتونه وپېژني او صادقانه خپلو چارو ته کتنه وکړي.

دغه راز مشتاق رحیم زیاته کړه چې له مرستندویه ادارو سره ښکېل افغان متخصصین باید د افغانانو رښتینی تصویر او د ټولو پروګرامونو اغېزو په تړاو خپل نظریات له خپلو بهرنیو متخصصینو سره شریک کړي.

دی وايي: «په مرستندویه ادارو کې د کاري مصؤنیت ستونزه نشته، هر څوک کولی شي د چارو ښه ترسره کولو لپاره متفاوت لیدلوري وړاندې کړي، خو ستونزه دا ده، هغه متخصصین چې په دغو ادارو کې پاخه شوي وو، په تشې پوهېدل او دا یې هم درک کولای شوای چې څنګه د ادارو په ستراتیژي اغېز ولري، هغوی ډېری وتلي او پر ځای یې نوي متخصصین ګومارل شوي، نو زما په نظر کېدای شي دغه کسان تر اوسه د خپل غږ په اغېز نه پوهېږي خو زما ورته وړاندیز دا دی چې دوی باید پر خپل غږ باور ولري.»

هغه زیاته کړه، کورنۍ موسسې باید له خپلو ډونرانو او بسپنه ورکوونکو ادارو سره صادقانه مباحثې وکړي څو هغوی ته قناعت ورکړي او پروګرامونه باید د افغانانو له اړتیاوو سره سم ډیزاین او پلي شي.

د ده په خبره، په هېواد کې د مرستو وېش لپاره دا اړینه ده چې که مرستندویه ادارې په ولسي کچه پروګرامونه تطبیقوي نو له بروکسل او نیویارکه دې ستراتيژیانې نه راوړي، بلکې د موجوده وضعیت څېړنې او ارزونې له مخې چې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې وي، باید پروژې پلې کړي.

نوموړی زیاتوي: «ځينې ادارې په سلګونه زره ډالر د ډېټا راټولولو لپاره په هېواد کې مصروفوي خو موږ چې ګورو په ډېر محدود ډول له هغې ډېټا استفاده کېږي، زه دا وړاندیز کوم چې راټوله شوې ډېټا دې د ټولو په واک کې ورکړل شي څو بېلابېلې ادارې ترې ګټه واخلي او عامه خلک به هم پر خپل وضعیت پوه شي.»

د رحیم په وینا، پروژې پلې‌کوونکې ادارې مسوولیت لري چې له ډونرانو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو سره مباحثې ته داخل شي او د ټولو پروژو ارزونو ته کتنه وکړي او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

Views: 155

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version