ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنيزو چارو کارپوهان دکرنې په برخه کې شوي کارونه کافي نه بولي

د کرنيزو چارو کارپوهان دکرنې په برخه کې شوي کارونه کافي نه بولي

author avatar
9 Jan 2012 - 16:41
د کرنيزو چارو کارپوهان دکرنې په برخه کې شوي کارونه کافي نه بولي
author avatar
9 Jan 2012 - 16:41

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د کرنيزو چارو پوهان په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د کرنې په برخه کې شوي کارونه کافي نه بولي او وايي چې دغه سکټور بايد د دولت د پراختيايي پلان په لومړيتوبونو کې ځاى لرلى.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، که څه هم چې د افغانستان ٨٥ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي؛ خو بيا هم دا مهال د هېواد د غلې نږدې نيمايي اړتيا د وارداتو له لارې پوره کېږي.

 د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوى ګل محمد اژير هم، همدا موضوع يادوي او وايي چې دولت د کرنې سکټور ته، چې کېداى شي له لارې يې افغانستان د پام وړ اقتصادي پرمختګ وکړي، پاملرنه نه ده کړې.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د وړو پروژو لپاره ځينې مرستې شوې دي، مثلاً د مچيو د ساتنې پروژې، د چرګانو د ساتنې پروژې او د موليو او بادرنګو د توليد پروژې، دا ښه کار دى، خو درد نه دوا کوي.))

د اژير د څرګندونو له مخې، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت يوه ناکامي دا ده، چې تراوسه يې د کرنې سکټور د دولت د پراختيايي پلان په لومړيتوب کې نه دى راوستى.

هغه وويل چې حکومت په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې، بايد د کرنې په برخه کې په بنسټيزو پروژو کار کړى وى، ترڅو افغانستان د غلې له پلوه پر ځان بسيا شوى وى.

دى وايي، چې د لويو بندونو او د باران او واورو د اوبو لپاره د زېرمو جوړولو او د ژورو څاګانو او کارېزونو د کېندلو په برخو کې کافي کار نه دى شوى.  

اژير په تېره څه باندې يوه لسيزه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستو ته په اشارې سره وويل، چې که اړوندو وزارتونو غوښتي وى، نو کولاى يې شواى چې د دې مرستو په مټ لوى بندونه هم جوړ کړي.

د ده په وينا، د کرنې وزارت د کرنې په برخه کې ښه پاليسي لري؛ خو دغه پاليسي د اداري فساد او ځينو نورو ستونزو له امله سمه نه ده پلي شوې.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي بل استاد پوهندوى نثاراحمد کوهستاني هم وايي، له دې امله چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى او د اورښت کچه يې کمه ده، اړينه ده، چې د اوبو د کمښت ستونزه يې د لويو او وړو بندونو د جوړولو له لارې لرې شي.

دى هم وايي، چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د نړيوالې ټولنې مرستو ته په پام سره په هېواد کې د کرنې په برخه کې کافي کار نه دى شوى.

د يادو شويو سرچينو د څرګندونو  له مخې، که په هېواد کې د اوبو بندونه جوړ او ژورې څاګانې وکېندل شي، نو ښايي ډېرې شاړې ځمکې تر اوبو لاندې شي او ورسره افغانستان د کرنيزو محصولاتو له مخې د پام وړ اقتصادي پرمختګ ولري.

د هغوى د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد ١٢ سلنه ځمکه د کرنې وړتيا لري؛ خو اوس مهال يواځې پر ٦ سلنه يې کښت کېږي.

د کرنيزو چارو ياد شوي دواړه پوهان وايي، چې په هېواد کې د کرنيزو محصولاتو لپاره د ساتنې د مناسبو ځايونو د نه شتون له امله، ٥٠ سلنه تازه مېوې او سابه او تر ٣٠ سلنو غله له منځه ځي او خرابېږي.

هغوى وايي، چې د هېواد په ځينو ولايتونو کې سړې خونې جوړې شوې دي؛ خو کافي نه دي.

 نثاراحمد کوهستاني وويل، چې هر کال د ځمکو خاوندان او بزګر د ساتلو لپاره د مناسب ځاى د نه شتون له امله په مني کې خپل پياز په ارزانه بيه پلوري.

د ده په وينا، د دې پيازو ډېره برخه پاکستان پېري، ساتي يې او بيا يې د غويي او غبرګولي په مياشتو کې بېرته په لوړه بيه په افغانستان کې پلوري. 

هغه وويل، چې په تېرو څو کلونو کې بزګرانو ته په کافي اندازه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره نه ده ورکړل شوې.

 د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وياند عبدالمجيد قرار هم مني، چې د کرنې سکټور تر ٢٠٠٧ زېږديز کال پورې د دولت د پراختيايي پروګرامونو په لومړيتوبونو کې نه و؛ خو زياتوي چې تر هغه وروسته دغه سکټور په لومړيتوب قرار لري.

خو دى وايي، چې اوس هم د کرنې وزارت امکانات محدود دي او له اړتيا سره سم بوديجه نه لري.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د کرنې وزارت پراختيايي بوديجه ٤،٧ ميليارده افغانۍ ده او تر اوسه يې ٣٨ سلنه لګول شوې ده.

مجيد قرار هم وايي، چې د دې وزارت بوديجه څه باندې سل ميليونه ډالره ده؛ خو تراوسه  ٤٠ سلنه لګولې او د کال تر پايه به څه باندې ٦٦ سلنه پراختيايي بوديجه ولګوي.

قرار په دې اړه چې ولې د کرنې وزارت تر اوسه لږه بوديجه لګولې ده؟ وويل چې دې وزارت ته په خپل وخت پيسې نه دي رسېدلي.

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس هم وايي، چې پراختيايي بوديجه د مرسته کوونکو له خوا ورکول کېږي او ښايي د ځينو مرسته کوونکو له خوا د دې وزارت د پروژو پيسې په وخت نه وي ورکړل شوې؛ خو کله د وزارت له خوا د پروژو د پروپوزل (وړانديز) ناوخته جوړول هم د بوديجې د په وخت نه تر لاسه کېدو لامل کېږي. 

د مجيد قرار په وينا، دغه وزارت د وړو او منځنيو بندونو او د باران او واورو د اوبو لپاره  د زېرمو جوړولو او د ژورو څاګانو او کارېزونو د کېندلو په برخو کې کار نه دى کړى، ځکه چې د دې برخې مسووليت شاوخوا دوه کاله مخکې دې وزارت ته سپارل شوى دى.

دى وايي، چې تر دوو کلونو مخکې د وړو او منځنيو بندونو د جوړولو مسووليت هم د اوبو او برېښنا وزارت او د ژورو څاګانو او کارېزونو د کېندلو مسووليت د کليو د پراختيا وزارت پر غاړه و.

سرچينې زياته کړه، چې د کرنې وزارت د وړو بندونو د جوړولو او د ژورو څاګانو د کېندلو په اړه څېړنې پيل کړې دي؛ خو د مالي امکاناتو د کمښت له امله تر اوسه د بندونو د جوړېدو او څاګانو د کېندلو عملي کار نه دى پيل شوى.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي، تېره شنبه خبريالانو ته وويل چې دا مهال په ټول هېواد کې د شپږو لويو بندونو د جوړولو کار روان دى او لس نور لوى بندونه هم تر څېړنې لاندې دي.

د ده په وينا، په هرات کې د سلما او پاش دان بندونه، په فارياب کې د المار بند، په کابل کې د شاه عروس بند، په پکتيا کې د مچلغو بند او په نيمروز کې د کمال خان بند په يادو شويو شپږو بندونو کې شامل دي.

هغه په دې اړه، چې ولې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې په دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دى شوى؟ وويل چې تراوسه د افغانستان مرسته کوونکو هېوادونو د اوبو د بنسټيزو پروژو په ځانګړې توګه د بندونو په برخه کې مرستو ته ډېره لېوالتيا نه ده ښودلې.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وياند د سړو خونو په تړاو د کارپوهانو د نيوکو په اړه وايي، چې دغه وزارت په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ٢٠ لويې سړې خونې په ميدان وردګو، لغمان، کندهار، هرات او بلخ ولايتونو کې او ١٢٠٠ وړې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې خونې جوړې کړې دي.

ده زياته کړه، چې له يادو وړو خونو څخه زر خونې په باميانو او پاتې نورې په کابل او ميدان وردګو کې جوړې شوې دي.

مجيد قرار وايي، دغه وزارت د نورو سړو خونو د جوړېدو پلان هم لري او خصوصي سکټور هم هڅوي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د هغه  د څرګندونو له مخې،  بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه تر دوه کاله مخکې د شخصي شرکتونو له لارې وېشل کېدل او په کيفيت کې يې هم ستونزې موجودې وې؛ خو تر هغه وروسته دا کار په نېغه د وزارت له خوا تر سره کېږي او د کيفيت ستونزه يې هم حل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ١٣٨٨ کال کې ٤٠زره ټنه، په ١٣٨٩ کال کې ٣٠زره ټنه او سږکال به د کال تر پايه ٢٠زره ټنه اصلاح شوى د غنمو تخم پر بزګرانو ووېشل شي.

دى وايي، د اصلاح شويو تخمونه کچه د مرسته کوونکو سرچينو د مرستو د کموالي له امله کال په کال کمه شوې ده.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال سليم خان کندوزي ويلي، چې که د کرنې له سکټور سره هر کال ٥٠٠ ميليونه ډالره مرسته او په مناسبه کچه اورښتونه وشي، افغانستان به تر پنځو کلونو پورې د غلې له پلوه پر ځان بسيا شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.