ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې ریاست: خوست کې زر هکتاره ځنګلونه بیا احیا شوي

23 May 2024 - 10:56
23 May 2024 - 10:56

خوست ښار (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې يې په تېر يو کال کې شاوخوا زر هکتاره ځنګلونه بيا احيا کړي دي.

هغوی وايي، دغه ځنګلونه يې د خوست په مختلفو ولسواليو کې د بېلابېلو غيردولتي ادارو پرمټ بيا احيا کړي دي.

يو له دغو ځنګلونو څخه د تڼيو والسوالۍ د «سينکيو» سيمې اړوند د شبوخېلو د کلي ۳۵۰ هتکاره ځنګل دی چې په دې وروستيو کې د چهارمغزو نيالګو په وسيله بيا احيا شوی دی.

د دې سيمې اوسېدونکي وايي، په تېر کې يې د بې‌وزلۍ له امله ځنګلونه وهل شوي او خوښ دي چې غرونه يې بېرته په ونو پوښل شوي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي انګار ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، که د چهارمغزو دا ځنګل ورسېږي، نو تر ډېره به د دوی اقتصادي ستونزې ورسره حل شي.

ده وويل: «که دا د چهارمغزو ځنګل ورسېږي، زموږ خلک به له غریبۍ خلاص شي، ډېرو خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي، همدا ډول نورې ډېرې ګټې لري که په هر لحاظ وي.»

د دې سيمې بل اوسېدونکي اختر زمان بيا وويل چې حکومت بايد د خوست په نورو سيمو کې د هغو ځنګلونو بيا لپاره هڅې وکړي چې خلکو وهلي دي.

نوموړي همدا ډول له خلکو هم وغوښتل چې په خپلو سيمو کې شته ځنګلونه ونه وهي او ساتنې ته يې پوره پاملرنه وکړي.

هغه وايي: «موسسات او حکومتونه بايد په غرونو کې هغو خلکو ته پوهاوی ورکړي چې ونې پرې نه کړي او بل بايد دا ور زده کړي چې کوم ځای کې ونې وهل شوي دي هغه ځای کې نورې کينوي، څو منطقه شنه شي.»

په همدې حال، د خوست يوه بل اوسېدونکي دین‌محمد ځلاند پژواک ته وويل چې د ځنګلونو ساتنه او بیا احیا د خلکو پر ژوند د مثبت اغېز او د سېلابونو مخنیوي ترڅنګ د سیمې په ښکلا او اقليم کې مثبت رول لري.

ده زياته کړه: «د چاپېریال ساتنې برخه کې د ځنګلونو اهمیت په دې کې دی چې ځنګلونه هوا صفا کوي، اکسیجن برابروي او کاربن ډای اکساید جذبوي.»

ورته مهال د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تڼيو، موسی‌خېل او ځاځي میدان ولسوالیو کې یې شاوخوا زر هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.

د یاد ریاست د طبیعي سرچینو امر کمال‌الدین کمال پژواک ته وويل چې د نوي حکومت په راتګ سره ډېرو برخو ته توجه شوې خو د ځنګلونو بيا احيا برخه کې ځانګړي پاملرنه شوې او لاهم روانه ده.

هغه وويل: «په خوست ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې په سلګونو سوه زره نیالګي کېنول شوي او د زرو په شاوخوا هکتاره اندازه به نوی ځنګل رغول شوی وي، په ۱۴۰۲ کال ډېر نوي ځنګلونه رغول شوي دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين دغه راز وايي چې د ځنګل وهنې د مخنيوي او ساتنې لپاره دوی د «شنې قطعې» په نوم يو امنيتي ځواک هم لري چې په ځنګلونو باندې ګرځي او ساتنه يې کوي.

هغوی وايي، دوی د يادې قطعې پرمټ تر دې دمه سلګونه کسان د ځنګل وهنې په تور نيولي او اړونده ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version