Pajhwok Afghan News

هرات کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پیل شوه

هرات ښار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳): یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ هرات ولایت کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.

د ملک سلمان بنسټ مسوولین چې هرات کې د دغو خدماتو وړاندې کولو پروسه رهبري کوي وايي، کاري ټیم یې په پام کې لري چې راتلونکو څلورو ورځو کې څلور زره ناروغان معاینه او د سترګو ۴۰۰ وړیا عملیاتو ترسره کړي.

د ملک سلیمان بنسټ مسوول فخرالدین داکار رسنیو ته وویل، د سترګو ۱۷ ډاکټران به په راتلونکو څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې په وړیا ډول د سترګو ناروغانو معاینه او درملنه وکړي او د ګڼو خلکو مراجعه روانه ده.

د هغه په خبره، د سترګو د وړیا درملنې دغه پروسه د سعودي عربستان په مالي مرسته پیل شوې او د افغانستان حکومت په همغږۍ به اړتیا ته په کتو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي.

ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي امر محمداصف صدیقي په لوېدیځ زون کې وویل، اداره یې د دغه کمپاین سربېره په هېواد کې دننه او بهر په وړیا توګه د صعب‌العلاج ناروغیو لکه د زړه سوري، سوځېدنو او د ورستو هډوکو درملنه کوي.

بلخوا، د هرات اوسېدونکي چې له دې خدماتو برخمن شوي، د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د سترګو درملنې وس نه درلود.

د کشک کهنه رباط سنګي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمدزرین پژواک خبري اژانس ته وویل، له درېیو کلونو راهیسې د سترګې د پردې له امله ځورېده خو د پیسو نشتوالي له امله یې عملیات نشو کولای.

هغه چې اوسمهال یې سترګې په وړیا توګه عملیات شوې او ترڅنګ یې یوه اندازه وړیا درمل هم ترلاسه کړي، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د دا ډول خدمات له وړاندې کېدو خوښ دی.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د ډاکټرانو دغه ټیم په کابل کې هم څلور زره ناروغان معاینه، ۴۵۹ کسان یې عملیات کړل او ۱۰۰ کسانو لپاره یې د نږدې‌لید عینکې ووېشلې.

Views: 12

Exit mobile version