ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر نشه‌یي توکو روږدو ته مسلکي زده‌کړې ورکول کېږي

17 Jun 2024 - 08:54
17 Jun 2024 - 08:54

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): هلمند کې‌ د روږدو درملنې په سل بستریز روغتون کې د روږدو د درملنې ترڅنګ هغوی ته مسلکي زده‌کړې هم ورکول کېږي.

هملند ولایت کې د روږدو درملنې د سل بستریز روغتون امر ډاکټر علاوالدین احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون کې یې اوسمهال پر نشه‌یې توکو د اخته کسانو د فزیکي او رواني درملنې ترڅنګ هغوی ته د مسلکي زده‌کړو لړۍ هم پيل کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال دغه روغتون کې د ۶۰۰ کسانو درملنه روانه ده چې له ډلې یې ۱۰۰ تنو ته د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امریت له لوري د خیاطۍ او موټرسایکل جوړولو روزنه هم ورکول کېږي.

هغه وویل: «د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امریت له خوا اوس په همدې روغتون کې ۴۰ تنو ته د موټرسایکل جوړولو برخه کې او ۶۰ کسانو ته د خیاطۍ برخه کې روزنه ورکول کېږي.»

ورته مهال، هغه روږدي چې دغه روغتون کې د درملنې په موخه بستر او په مسلکي زده‌کړو بوخت دي، خوښي ښيي او زیاتوي چې که له درملنې وروسته ورته د کار زمینه برابره شي، نه غواړي بیا نشې ته مخه کړي.

د هغوی له ډلې احسان‌الله چې شاوخوا ۱۷ کاله پر نشو روږدی و، وايي: «اوس دلته روغتون کې زما درملنه کېږي او بل د موټرسایکل جوړولو برخه کې هم روزنه راکول کېږي، د یو مسلک په زده کولو سره به بیا نشه‌یي توکو ته مخه نه‌کړم.»

د ندامحمد په نوم یو بل ځوان چې دغه روغتون کې بستر دی، وايي: «ډېر خوشحاله یم، اوس مې درملنه هم شوې ده او دلته خیاطۍ برخه کې روزنه راکول کېږي او ډېر څه مې زده‌کړي، کله چې د روغتون څخه ولاړ شم خیاطۍ به کوم.»

د یادونې ده چې د دغه روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېرو درېیو کلونو کې یې دغه روغتون کې د ۱۳ زره ۵۳۷ کسانو درملنه کړې چې ۳۰۰ یې ښځې وې.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version