ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسافر او موټرچلوونکي د کابل – شمال لویې لارې د بیارغولو غوښتنه کوي

24 Jun 2024 - 14:25
24 Jun 2024 - 14:25

پلخمري (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د کابل – شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د سختو وروښتونو او سېلابونو له امله د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د کابل – شمال لویې لارې یو شمېر برخې ویجاړې شوې چې لا هم نه دي رغول شوي.

اوس پر دغه لار تلوونکي مسافر او موټرچلوونکي وايي، د لارې خرابوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکی روح‌الله چې کندوز ته پر لاره دی او دوشي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د لارې خرابوالي له امله یې موټر بند پاتې وايي، له یو ساعت راهیسې یې موټر ولاړ او د لارې خلاصېدو ته په تمه دی.

دی وايي: «دغه ځای کې سېلابونو شل متره سړک ویجاړ کړی خو تر اوسه یې د بیارغولو څرک نشته، حکومت باید د خلکو ستونزو ته د رسېدو په‌خاطر ژر د بیارغولو کار پیل کړي او دا سړک جوړ کړي.»

ورته مهال یو موټرچلوونکی الهام‌الدین احمدي وايي، له یوې میاشتې ډېر وخت کې کېږي چې د دوشي په دهن‌لرخاب سیمه کې د شل متره سړک خرابوالي له امله سلګونه موټر په ساعتونو بند پاتې کېږي.

هغه وايي: «موټر کې مې عملیات شوی ناروغ دی، باید ژر کور ته ورسول شي خو د ویجاړ شوي سړک له امله په دې ګرمۍ کې د دواړو خواو ته ولاړو سلګونو موټرو منځ کې له یو ساعت راهیسې بند پاتې یو.»

پر دغه لار تلوونکي ډېر شمېر مسافر او موټرچلوونکي ورته شکایت لري او له حکومت یې د ژر بېرته رغولو غوښتنه کوي.

خو د دغه ولایت د ټولګټو رییس ملا عباس اخوندزاده وايي، دوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د سړک خرابې شوې برخې ته څېرمه یې فرعي سړک جوړ کړی چې له لومړۍ ورځې ورباندې موټر تګ راتګ کوي او زیاتوي چې د ګڼې ګوڼې او لارې بندېدو ستونزو د هواري په موخه به ډېر ژر د چغل اچونې چارې هم پیل کړي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال ځکه په اساسي ډول د سړک جوړېدو چارې نشي پيل کولی چې د تر سړک لاندې بهېدونکي سیند کې اوبو ډېرې شوې دي.

د هغه په خبره، تر هغه چې د سیند اوبه نه وې کمې شوې، اړ دي له یاد فرعي سړک ګټه واخلي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version