ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا وزارت: دا مهال ټول هېواد کې د ۳۲۰۰ سایټونو له لارې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته خدمات وړاندې کېږي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته د خدماتو وړاندې کولو سایټونه درې برابره ډېر شوي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل: «واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره، پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته اساسي روغتیايي خدمات ډېر شوي چې اوس د هېواد د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د نږدې ۳۲۰۰ موجودو سایټونو له لارې په شدیده او متوسطه خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.»

هغه زیاته کړه، واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو.

هغه وايي: «د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) او د خوړو نړۍوال پرواګرام (ډبیلواېف‌پي) د تغذیوي پروګرامونو ملاتړ کوي او دغه پرواګرام هر کال شاوخوا ۱۷۰ میلیون ډالر لګښت لري.»

پر خوارځواکۍ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی راغلی

ډاکټر شرافت پر خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه وویل: «تېر کال ځینو ادارو ویلي وو چې په هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته نږدې څلور میلیون ماشومان شته، خو کله چې د کال په وروستیو کې له موږ سره کره شمېرې شریکې شوې، د اټکل شوو شمېرو په نسبت د پام وړ کموالی په‌کې راغلی و.»

هغه وايي، اټکل شوی چې سږ کال به هم په ټول افغانستان کې ۸۵۷ زره په شدیده او متوسطه خوارځواکۍ اخته ماشومان موجود وي، خو ترلاسه شوې شمېرې دغه رقم کم ښيي.

د نوموړي په خبره، پر خوارځواکۍ اخته ډېری ماشومان له پنځو کلونو کم عمرونه لري.

ډاکټر شرافت وویل: «هر کلینیک کې مو د خوارځواکو ماشومانو ميندو ته روغتیايي مشاورین ټاکلي و میندو ته د خوارځواکۍ لاملونو او د مخنیوي لارو چارو په اړه معلومات ورکړي او د یادې ستونزې کمولو او ورسره د مبارزې  لپاره مو له نړۍوالو ادارو سره هم خبرې کړې، هیله ده چې په راتلونکي کې په هېواد کې د خوارځواکۍ پېښې کمې کړو.»

هغه وايي، پر سخته خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د اوپي‌ډي خدمتونو وړاندې کولو ۱۰ مرکزونه هم رامنځته شوي دي.

ډاکټر شرافت روغتیايي خدمتونه د هر اوسېدونکي مسلم حق وباله او د خوارځواکۍ برخه کې یې له روغتیايي نړۍوالو بنسټونو د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د مرستې د دوام غوښتنه وکړه.

ولې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي

د کابل اندراګاندي انسټیټیوټ د ماشومانو څانګې مسوول پروفیسو ډاکټر محمدعارف حسن‌زي وویل: «خوارځواکي د افغانستان په ګډون بېوزلو هېوادونو کې یوه ډېره عامه ناروغي ده.»

هغه زیاته کړه، خوارځواکي د پروټینو، انرژي او ان د منرالونو د کمښت له امله رامنځته کېدای شي.

د هغه په خبره، درې لسیزې جګړه، فقر، بېکاري او پرله‌پسې وچکالۍ د دې لامل شوي چې افغانستان کې هم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د خوارځواکۍ یو بشپړ وارډ لرو؛ یعنې هیڅکله هم زموږ د خوارځواکو ۲۰ بسترونه خالي نه وي، کله کله په هر بستر کې دوه ناروغان هم وي، موږ په روغتون کې له ۲۰ تر ۲۵ سخت ناروغان لرو.»

هغه له ميندو غواړي چې تر شپږو میاشتو پورې خپلو ماشوم ته خپلې شېدې ورکړي؛ ځکه چې هغه مکمل خواړه دي او وروسته له شپږو میاشتو د ډاکټر په مشوره نور خواړه ورکړي.

نوموړي سره له دې چې د یادو ماشومانو د خپل‌سرې درملنې پر نه کولو ټینګار وکړ، د ماشومانو لپاره یې د واکسینونو دورو پلې کول مهم وبلل او وايي چې د خوارځواکۍ مخنیوی کوي.

میندې په یاده برخه کې د خدمتونو له وړاندې کېدو خوښې دي

د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکې حمیرا پژواک ته وايي: «لور مې یوه کلنه ده، ورځ تر بلې ډنګرېده، وزن یې نه اخیست، ژر ژر ناروغېده څو چې زموږ یوه خپل وویل، کلینیک ته یې یوسه چې څه پرې شوي، کله چې مې یووړه، معاینه یې وکړه، راته یې وویل چې لور دې پر خوارځواکۍ اخته شوې، د خوارځواکۍ مواد یې ورکړل، شکر اوس ښه شوې او له هغې ورځې چې دغه مواد ورکوم، په ځان کې ښه شوې ده.»

نوموړې وايي چې لور یې هرې پنځلس ورځې وروسته معاینه کېږي او د خوارځواکۍ مواد ورکوي.

ورته مهال، یوې بلې مور حماسې داسې وویل: «ماشوم مې درې نیم کلن دی، تقریبا یونیم کال کېږي چې له شيدو مې بېل کړی، له هغې ورځې تر اوسه خپل وزن کموي، ځیلي او ضدي شوی، د ډوډۍ خوړلو پر وخت جنجال کوي، د ويده کېدو پر مهال جنجال کوي…»

هغې زیاته کړه: «یوه ورځ مو ګاونډي وویل چې د اندراګاندي روغتون ته یې وروړی، کله چې مو یووړ ډاکټر وویل چې پر خوارځواکۍ اخته شوی او له هغې ورځې تر اوسه په کلینیک کې چې زموږ کور ته نږدې دی، تغذي مواد ورکوي؛ له هغې ورځې چې مې دغه مواد ورته شروع کړي د خدای فضل دی ښه شوی او لږ لږ وزن هم اخلي.»

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version