کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوهنیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پرون په یوه ویډیو کې ویلي چې په تېرو دوهنیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې شاوخوا ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي دي.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت له راتګ مخکې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ درملنې ۸۰۰ سایټونو موجود وو.
هغه زیاته کړې، د دغو سایټونو جوړېدو موخه دا وه، هغه سیمې چې مخکې محرومې پاتې شوې وې، څو هلته پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
دی وایي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۱۰ زره هغو ماشومانو ته چې په متوسطې خوارځواکۍ اخته دي، روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي دي.
زمان ویلي، په همدې موده کې بیا ۱۴۰ زره هغو میندو ته چې پر خوارځواکۍ اخته دي، روغتیایي خدمات ورته وړاندې شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۱۲۰ زره هغو ماشومانو او ميندو ته چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي، د بستر په داخل او له بستره بهر روغتیایي خدمات ورته وړاندې شوي.
هغه وویل: «د کال په پیل کې اټکل شوی و چې سږ کال به د درې میلیون په شاوخوا کې پر خوارځواکۍ اخته هغو ماشومانو او میندو لپاره چې په افغانستان کې دي، خدمات وړاندې شي، البته د ځینو ادارو له لوري چې په دې برخه له موږ سره همکارې دي، وویل شول چې د بودجې کمښت له امله به دوی ۱،۴ میلیون په متوسطه خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته رسېدنه وکړي؛ زموږ له ټولو ادارو غوښتنه همدا ده چې د افغانستان د ولسونو لپاره لا معیاري خدمات وړاندې کړي.»
زمان له هغو ادارو چې په دې برخه کې په افغانستان کې کار کوي غوښتنه وکړه چې خپلو بودجو ته باید نوره پراختیا ورکړي، څو دوی وکولی شي پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه وویل: «په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناروغي او حالت د یوې او دوو ورځو خبره نه ده؛ البته په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې جګړې، ناامنۍ، کډوالۍ او فقر پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ګراف لوړېدو لاملونه دي.»
نوموړی وایي، د اسلامي امارت په راتګ او د نوو سایټونو په جوړېدو دوی توانېدلي چې په لرو پرتو سیمو کې هم خوارځواکو ماشومانو او میندو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او زیاتوي: «امید دا دی چې په راتلونکي کې به د خوارځواکۍ ګراف نور هم راښکته شي.»
هغه وایي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې په متوسطه خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۵ ماشومانو او همدارنګه شاوخوا یو میلیون ښځو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي وو.
ډاکټر شرافت زمان وویل، د دوی د اټکل له مخې، په ټول افغانستان کې درې میلیون کسان پر خوارځواکۍ اخته دي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت په یو بل خبر کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اندونیزیا له دغه وزارت سره د پولیو لس میلیون دوزه واکسین مرسته کړې ده.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن