ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ځيني‌خېلو سیمې خلک له حکومته په ساختماني او نورو برخو کې د خدماتو غوښتنه کوي

25 Jun 2024 - 15:06
25 Jun 2024 - 15:06

خوست ښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځيني‌خېلو سيمې اوسېدونکي په خپله سيمه کې د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې دغه سيمه له هر ډول پرمختيايي پروژو محرومه پاتې شوې.

د هغوی په وينا، يو له مهمو غوښتنو چې دوی يې د رغنيزو پروژو برخه کې لري، د شمبوات په ښارګوټي د يوه پله جوړېدل دي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي شاهدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ښارګوټي کې د پله نه شتون له امله د ځيني‌خېلو قوم چې شاوخوا ۹۰ زره نفوس لري، پر دوو برخو ويشل شوی چې نيم يې د خوړ يوې غاړې ته او نيم یې بلې غاړې ته دي.

دی وايي، هر کله چې د سيلاب اوبه راشي نو د خوړ دواړو غاړو ته د ښځو، ماشومانو او د ښوونځيو زده‌کوونکو په ګډون سلګونه خلک له ستونزو سره مخ وي.

هغه زياتوي: «د خوړ په جنوب طرف زموږ مکتب دی، کلينيک دی، نو زموږ مريضان او شاګردان نه شي کولی چې په خوړه باندې تېر شي، له دولت او موسساتو مو دا غوښتنه ده چې موږ ته پل جوړ کړي.»

په همدې حال کې د ښوونځيو زده‌کوونکي هم وايي چې د دغه پل نه شتون له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغوی وايي، هر کله چې په خوړ کې اوبه بهيږي، نو دوی بيا ښوونځي ته نشي تللی او درسونه يې نيمايي کې پاتې کېږي.

يوه زده‌کوونکي عبدالولي پژواک ته وويل: «کله چې دلته باران وي او سيلاب راشي، نو بيا موږ شاګردان او يا کوم عاجل ناروغ وي نه شي کولی کلينيک ته لاړ شي. زموږ له حکومته غوښتنه دا ده چې دلته پل جوړ کړي.»

په همدې حال کې د دې سيمې ځينې نور اوسېدونکي بيا له حکومته ګيله لري چې هم په تېر کې او هم اوس د دوی ستونزو ته پاملرنه نه ده شوې.

د همدې سیمې یوه اوسېدونکي محمدشاه صابري پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې د خوست ډېرو سيمو ته د رغنيزو پروژو برخه کې پاملرنه شوې خو دوی ته هیڅ هم نه دي شوي.

هغه وويل: «ځيني‌خېلو سيمې ته په شل کلنۍ دوره کې هيڅ توجه نه ده شوې. اوس مهمې غوښتنې زموږ دا دي چې په لومړي سر کې موږ ته بايد وارداتي برېښنا را تېره شي، ډېرو لرو ولسواليو ته برق تللی، خو ولې د برق سب سټېشن چې زموږ ساحه کې جوړ شوی، خو موږ برق نه لرو.»

بل پلو، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني که څه هم د دغو ستونزو د حل په اړه د اقدماتو ډاډ ورکوي خو زیاتوي چې په دغه ولایت کې لا هم د ځینو اساسي پروژو د پلې کېدو پر وړاندې قومي ستونزې موجودې دي.

نوموړي پژواک ته وويل، هڅې روانې دي چې دغه ستونزې حل شي او خلکو ته په اساسي برخو کې پروژې پلي شي.

ده زياته کړه: «د ځیني‌خېلو ترڅنګ د خوست ولایت په نورو ولسوالیو او سیمو کې اسلامي امارت د بېلابېلو لارو او پلونو جوړولو تکل لري البته ځینې سیمې او خلک داسې دي چې په هغې کې د خلکو ترمنځ خپلې ستونزې موجودې دي نو د هغې په وجه امارت تراوسه قاطع اقدام نه دی کړی.»

د ځيني‌خېلو ترڅنګ د خوست د یو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو هم له اسلامي امارته په خپلو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version