Pajhwok Afghan News

ډاکټران: اسهال خطرناکه ناروغي ده، پرې اخته کس دې ژر تر ژر روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): ډاکټران وايي، هر کال د ګرمۍ په ډېرېدو سره د اسهال ناروغي ډېرېږي چې کورنۍ باید د حفظ‌الصحې مراعاتولو ترڅنګ پر دې ناروغۍ اخته کسان روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

د کابل ښار د اندراګاندي د ماشوم روغتیا انسټیټیوټ او انتاني روغتونونو کې ډاکټران وايي، سږ کال هم د تېر کال په څېر د یادې ناروغۍ مراجعین ډېر شوي او هره ورځ دواړو روغتونونو ته پر دې ناروغۍ اخته نږدې ۵۰۰ ناروغان مراجعه کوي.

کابل ښار کې د انتاني ناروغیو د ملي او تخصصي روغتون ټرینر ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل: «اسهال یوه سخته او ساري ناروغي ده، لویان او واړه پرې اخته کېږي، اسهال عادي ناروغي نه ده، خطرناکه ناروغي ده، که پاملرنه ورته ونه کړو، د مرګ لامل مو کېږي.»

خو هغه وویل: «له نېکه‌ مرغه موږ په خپل روغتون کې د مړینې پېښې نه لرو.»

د هغه په خبره، هر کال د هوا په ګرمېدو سره د اسهال ناروغان ډېرېږي؛ ځکه چې ګرمه هوا د میکروبونو په وده کې بنسټیز رول لري.

ډاکټر عمري په یاد روغتون کې پر اسهال د اخته ناروغانو ډېرېدو په اړه خبره کړې او وايي: «هره ورځ شاوخوا ۷۰ ناروغان موږ ته مراجعه کوي چې شاوخوا ۵۰ کسان یې بستري کېږي.»

نوموړي څرګنده کړه چې په یاد روغتون کې د لابراتواري معایناتو ترڅنګ ناروغانو لپاره کافي درمل هم شته او خدمات وړیا ترسره کېږي.

هغه د شخصي حفظ‌الصحې پر رعایت ټینګار وکړ ویې ویل چې له خوړو مخکې، وروسته او د حاجت له رفع کولو وروسته دې لاسونه پر اوبو او صابون ومینځل شي.

دغه‌راز، سرچینې سپارښتنه کړې چې زیرنیو، تیارو او بازاري ډوډۍ له خوړلو دې ډډه وشي او د مېوو او ترکاریو مینځلو پر مهال هم دقت وشي او ترکاري له مینځلو وروسته څو دقیقې د کلورین په محلول کې کېښودل شي چې میکروبونه یې له منځه ولاړ شي.

هغه له کورنیو وغوښتل چې پر خپل سر د درملو له خوړو ډډه وکړي او ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

هغه سپارښتنه وکړه، د یادې ناروغۍ پر مهال د انرژیو او مشروباتو له څښلو دې هم ډډه وشي او ناروغ مخکې له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، لومړۍ دې شپږ کاشوغې بوره د چایخوري له نیمې کاشوغې مالګې سره په نیم لېتر اوبو کې یوځای کړي او تر هغو چې روغتیایي مرکز ته رسېږي له دغه محلوله دې استفاده وکړي.

پر یادې ناروغۍ ډېری اخته کسان ماشومان دي

په کابل کې د اندراګاندي د ماشوم روغتیا انسټیټوټ سرطبیب او د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمداقبال صادق پژواک ته وویل: «د کال په دغه وخت کې د ماشومانو خوراک، پوښاک ته د ځینو میندو نه پاملرنې او دغه راز د حفظ‌الصحې نه مراعاتولو له امله ډېری ماشومان پر یادې ناروغۍ اخته کېږي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د ورځې شاوخوا ۱۴۰۰ ناروغانو یاد روغتون ته مراجعه کوي چې له ډلې یې شاوخوا ۴۰۰ ناروغان پر نس‌ناستې اخته وي.

نوموړي زیاته کړه، پر نس‌ناستې اخته ناروغان په درېیو کټګوریو کې یاد روغتون ته مراجعه کوي، د لومړي او دویمې کټګوريو لپاره د اړتیا وړ درمل او د (اواراېس) محلول ورکول کېږي او له روغتونه رخصت کېږي، خو درېیمه کټګوري چې وضعیت یې سخت وي، بستر کېږي او په روغتون کې تر درملنې لاندې وي او دغه راز، په روغتون کې د ناروغانو لپاره کافي درمل شته.

نوموړي له میندو وغوښتل څو د ماشوم حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي، ناروغ باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدوي او پر خپل سر د درملو له ورکولو دې ډډه وکړي.

ناروغان په دواړو روغتونونو کې له خدمتونو خوښ دي

د کابل ښار اوسېدونکې زرڅانګې چې یو کلن لمسی یې پر یادې ناروغۍ اخته شوی، د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوړی، پژواک ته یې وویل: «د لمسي حالت مې ښه نه دی… شدید نس‌ناستی او زړه بدوالی لري، نه پوهېږو څه یې خوړلي وو، چې ناروغ شو، اوس یې بستر کړ.»

د هغې په وینا، ډاکټران په یاد روغتون کې ناروغانو ته رسېدنه کوي او درمل یې هم وړیا دي.

دغه‌راز، د کابل ښار اوسېدونکي قاري ضیاالدین چې په انتاني روغتون کې بستر دی وویل چې د یوه ملګري کور ته یې مېلمه ورغلی و، لومړی یې زردالو خوړلي او د غرمې ډوډۍ پر مهال یې ماهي له دالو سره خوړلي وو، ښایي له همدې امله ناروغ شوی وي.

نوموړی وايي، وروسته له دې چې پر یادې ناروغۍ اخته شو، شخصي ډاکټر ته یې مراجعه کړې وه خو روغ نه شو او د اړوند ډاکټر د سپارښتنې پر اساس یې انتاني روغتون ته مراجعه وکړه او اوس یې روغتیایي حالت ښه شوی دی.

هغه هم په یاد روغتون کې له خدمتونو خوښ و.

Views: 4

Exit mobile version