Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکي او سیمهییز سوداګر وايي، که حکومت یې د جلغوزیو حاصلاتو ته بازار پیدا نه کړي، نو له زیان سره به مخ شي.
د پکتيکا په يحيیخېل ولسوالۍ کې د نېزهوهنې لوبې- چې د پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو د نېزهوهنې د لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې- د يحيیخېل ولسوالۍ د نېزهوهنې لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
د پکتيکا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې له لارې د څه باندې ۱۳ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د پکتيکا اوسېدونکي وایي، د افغانستان ټول قومونه يو ملت دی، د پرديو دسيسې نه شي کولای دغه ملت د سمت، قوم او ژبې په نوم ووېشي.
د پکتيکا چارواکي وایي، د دغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو ترمنځ په غځېدلو لویو لارو کې هغه پولګوټي رغوي چې د تېرو جګړو يا طبيعي پېښو له امله تخريب شوي دي.
د پکتيکا اوسېدونکي په تروې، وړممۍ او وازېخوا ولسواليو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې د دغو ولسوالیو ښوونځیو ته دې د ښوونکو تشکیل ډېر شي.
چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزلهځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.
چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې مړی موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایتي روغتون د بسترونو شمېر له ۷۰ څخه ۱۵۰ ته لوړ شوی چې د چارو د عملي تطبیق لپاره یې ۴۷ نوي مسلکي کارکوونکي جذب کړي، څو د دغه روغتون په بېلابېلو څانګو کې دندې مخ ته یوسي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «کورني کرکټ/ انټرکلب» سيالۍ پيل شوې چې شاوخوا یوه مياشت به دوام وکړي.
د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې هټۍوالو د مستوفيت له لوري د ماليې زیاتوالي په غبرګون کې کاربنديز کړی او وایي، تر هغه هټۍ نه پرانیزي څو د دغې ادارې له خوا مناسبه مالیه نه وي ورته ټاکل شوې.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د خلکو په ۵۰ ميليونه افغانيو شخصي لګښت يوه ديني مدرسه جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته به په کې د ديني او عصري زدهکړو زمينه برابره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن