Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې د «کورني کرکټ/ انټرکلب» سيالۍ پيل شوې

ښرنه (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د «کورني کرکټ/ انټرکلب» سيالۍ پيل شوې چې شاوخوا یوه مياشت به دوام وکړي.

د دغه ولایت د کرکټ امر شېردل دانش پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالۍ د پکتيکا په کرکټ لوبغالي کې کېږي چې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو ۱۸ لوبډلو ګډون په کې کړی دی.

دی وايي، دا سيالۍ ۳۰ اووریزې دي او هره ورځ به دوې سيالۍ کېږي چې ۲۷ ورځې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د ۱۸ لوبډلو ترمنځ یادې سيالۍ په څلورو ګروپونو کې کېږي چې په پای کې به یې غوره لوبغاړي د زون په کچه پېژندل کېږي او د نورو ولایتونو له لوبډلو سره په سیالیو کې به لوبېږي.

نوموړي د پکتیکا کرکټ لوبغالي په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، د دغه لوبغالي د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي خو د دویم فاز کارونه – چې چمن، د نندارچيانو د ناستې ځای او د مېلمستون جوړول په کې شامل دي – لا هم نه دي شوي او په دې توګه یې ۸۰ سلنه برخه له جوړولو پاتې ده.

دی وایي چې د اوس لپاره یې د کرکټ بورډ او ولايتي ادارې په همکارۍ په دغه لوبغالي کې د خاورې پيچ جوړولو، لېول کاري، اوبو او برېښنا سیسټم جوړولو چارې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت ترسره کړې خو بسنه نه کوي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د پکتيکا د کرکټ لوبغالي د دویم فاز پاتې کارونه بشپړ کړي، څو د دغه ولايت د لوبغاړو لپاره د لوبو مناسب او معیاري میدان پيدا شي.

بل‌خوا، په پکتيکا کې د المپيک برخې امر ډاکټر عثمان سيرت ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت به د پکتيکا له لوبغاړو سره د دوی د ستونزو په هواري کې همکاري او د سپورټ په برخه کې به د لوبغاړو ملاتړ کوي.

د یاد ولایت د اورګون ولسوالۍ د کرکټ لوبډلې یوه غړي – چې په «کورني کرکټ/ انټرکلب» سيالیو کې لوبېږي – خوښي څرګندوي او وایي، دا یې لومړی ځل دی چې په یوه رسمي لوبغالي کې لوبې کوي.

د رحيم‌الله په نوم دغه لوبغاړی هم غوښتنه کوي چې حکومت دې د پکتیکا کرکټ لوبغالي نيمګړي کارونه بشپړ کړي څو دوی وکولای شي په ښه او مناسب چاپېریال کې سيالۍ وکړي.

Views: 76

Exit mobile version