Pajhwok Afghan News

د پکتيکا په اورګون کې هټۍوالو کاربنديز کړی

ښرنه (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې هټۍوالو د مستوفيت له لوري د ماليې زیاتوالي په غبرګون کې کاربنديز کړی او وایي، تر هغه هټۍ نه پرانیزي څو د دغې ادارې له خوا مناسبه مالیه نه وي ورته ټاکل شوې.

خو د یاد ولايت د مستوفيت رياست چارواکي د هټۍوالو دغه ادعا – چې ګواکې ماليه پرې زياته شوې ـ ردوي او وایي، له هر هټۍوال څخه د هغه د پلور په اندازه ۰.۵ سلنه قانوني ماليه اخلي.

د اورګون ولسوالۍ د بازار د اتحاديې مشر حاجي حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د مستوفيت له لوري ترې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زياته ماليه اخيستل کېږي چې په وينا یې، د حکومت دې چارې هټۍوال اړ کړل د اعتراض په ډول خپلې هټۍ وتړي.

دی وایي، هټۍوال به تر هغه دغه اعتراض ته دوام ورکړي څو د مستوفيت له لوري مالیه کمه شي.

د ده په وينا، مستوفيت د اورګون بازار پر لویو او وړو هټۍیو د تېرو کلونو په پرتله څو چنده ماليه زياته کړې چې دوی ته د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړه: «زما خپل دوکان هم دی، اول مې دوه زره افغانۍ مالیه ورکوله، اوس ۱۸۵۰۰ افغانۍ مالیه راباندې راغلې، په جمهوریت کې چې موږ کومه مالیه ورکوله هغه څو چنده اضافه شوې، یو سړي ۶ منه مڼې په ګاډۍ کې اچولې وې له هغه یې هم ۱۵۰ افغانۍ مالیه اخيستې ده.»

د اورګون ولسوالۍ یو بل هټۍوال حسن ګل وایي، د بازار مشرانو پرېکړه کړې چې تر هغه به هټۍ تړلې وي څو د مستوفيت له لوري ورته مناسبه مالیه نه وي ټاکل شوې.

دغه هټۍوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې په خرابو اقتصادي حالاتو کې د اورګون بازار پر لویو او وړو هټیو د ماليې څو چنده زياتوالی نا انصافي ده او حکومت بايد په دې برخه کې مناسبه لار غوره کړي.

ده زياته کړه: «کومو دوکانونو چې ۲زره افغانۍ مالیه ورکوله، له هغوی اوس ۱۸ یا ۲۰زره افغانۍ غواړي، دا بې انصافي ده، دوکانداران دومره ګټه نه کوي، په ځینو دوکانونو کې دومره مال نشته لکه څومره چې مالیه ترې غواړي.»

د پکتيکا مستوفي مولوي عبدالوهاب عمري د خلکو دا ادعا – چې د دې ادارې له لوري د ماليې زياتېدو په اړه یې کوي – ردوي او وایي، د مستوفيت ریاست له هر هټۍوال څخه د هغه د کلني پلور په اندازه ۰.۵ سلنه ماليه اخلي چې دا ماليه د تېر حکومت په وخت کې ۱.۵ سلنه اخيستل کېده.

عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، د «اسلامي امارت» د سرپرست حکومت په راتلو سره پر دوکاندارانو د مالیې د ورکړې کچه یو سلنه کمه شوې او هیڅ ډول فساد په کې نه کېږي.

دی زياتوي، د مستوفيت اداره له هیڅ کوم هټۍوال سره ظلم او زياتی نه کوي، له اصولو او قوانینو سره سم له هغوی د ۳۰۰ ورځو کلنۍ ماليه اخلي او د کال د پاتې ۶۶ ورځو مالیه د حکومت له لوري ټولو هټۍوالو ته معاف شوې ده.

نوموړي زياته کړه: «اوس فساد کم شوی، دوکاندارانو مخکې رشوت ورکاوه او د مالیې ټولوونکو هم غلا کوله، اوس موږ یو فیصد مالیه مکمل معاف کړې خو بیا هم دوکانداران شکایت کوي، موږ د دوی د ورځې، میاشتې او کال پلور ګورو بيا د هغه مطابق مالیه پرې وضع کوو، موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې حکومت ظلم نه کوي او خپل اصول او قانون تطبیقوي.»

عمري د خلکو هغه ادعاوې هم ردوي چې ګنې د اورګون ولسوالۍ او مرکز ښرنې له دوکاندارانو څخه په متفاوت ډول مالیه اخيستل کېږي.

هغه وایي، په ټوله پکتيکا کې له دوکاندارانو د هغوی د کلني پلور مطابق یو ډول مالیه اخيستل کېږي او هيڅ توپیر په کې موجود نه دی.

د ده په وينا، هغه هټۍوال یې په بشپړ ډول د ماليې له ورکړې معاف کړي چې کلنی پلور یې له ۱۵۰زره افغانیو کم دی.

Views: 44

Exit mobile version