Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زدهکړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او په کابل کې د ایران سفیر په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون په بهر کې پر مېشتو هغو افغانانو چې د تېر حکومت پوځي او اداري کارکوونکي وو، غږ کوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او پر «بېبنسټه تبلیغاتو» تېر نهوځي.
د ميدانوردګو ولایت په بېلابېلو سيمو کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي، دوه ټپيان دي،۶۰۰ جریبه ځمکه او ۳۶ کورونه په بشپړ او نیمه ډول وران شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د بهرمېشتو افغانانو له پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، د زدهکړو بحث افغانانو پورې اړه لري، خپله ورته لارې چارې برابروي او ا.ا د ټولشموله نظام په اړه دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې د هېواد له ملي حاکمیت سره اړخ نه لګوي.
د امریکا کانګرېس اوکرایين ته د څه باندې ۶۰ ميلیارده ډالرو مرستو لايحه تصویب کړه، خو روسيه وایي چې دا مرستې به د اوکرايين د لا ډېرې تباهۍ لامل شي.
تېره اونۍ، کابل ته د بهرمېشتو افغانانو یو پلاوی راغی، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده، واشنګتڼ د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ، ا.ا وویل، د ښځو حقونه تامین دي او ایراني چارواکو ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ا.ا مخالفینو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.
د راپورونو له مخې، د بغداد په سوېل کې د حشدالشعبي په یوه نظامي مرکز کې درنه چاودنه شوې او ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه ناڅرګند هوایي برید له امله وه.
د اسلامي امارت رييسالوزراء په کور دننه او بهر له ټولو افغانانو غوښتي چې د هېواد د ابادې لپاره چمتو شي او ملاتړ يې وکړي او ټینګار یې کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي یو ځل بیا د جګړې او فتنې اور بل کړي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې ښځې وایي، مېړونه یې د مهر حق نه ورکوي او یا یې له دې امله نه شي ترې غوښتلی چې کورنۍ اړیکې یې خرابېږي.
د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن