ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

27 Apr 2024 - 18:01
27 Apr 2024 - 18:01

کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۳): تېره اونۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي کابل ته راغلي وو، اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا له ا.ا څخه د نجونو زده‌کړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغانستان ته د ځينو هېوادونو د پلاوو راتګ؛ مجاهد: اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی او اړیکې ورسره ټینګې شوې دي.
  • يو شمېر هېوادونو او بنسټونو يو ځل بيا د نجونو زده‌کړو د بيا پيل غوښتنه وکړه.
  • حقاني: د زده‌کړو بحث افغانانو پورې اړه لري او خپله ورته لارې چارې برابروي.
  • مولوي عبدالکبیر له قمي سره ليدنه کې: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستلو برخه کې له زغم کار واخلي.
  • د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند: د قانوني افغانانو ایستل به د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې کړي.
  • پاکستان د «پي‌او‌ار» په نوم د ورکړل شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.
  • اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، د کابل امنیه قومانداني ویلي وو چې د کابل ښار د درېیمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه مارسیډیز موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو تن وواژه، او درې نور یې ټپيان کړل.

ځايي چارواکي وايي، کندهار کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنه کې درېيو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان وو او ننګرهار کې د نارنجک زړې مرمۍ چاودنه کې بيا دوه کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو په لغمان او بادغيس کې دوه تن په ډزو وژلي او فارياب کې يو ډاکټر د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د ډپیلوماتو پلاوو راتګ

تېره اونۍ، د بېلابېلو بهرنيو هېوادو او نړۍوالو بنسټونو ډيپلوماتيک پلاوي افغانستان ته راغلي وو او له ځينو افغان چارواکو سره يې ليدنې درلودې. دغه راز، کابل کې هم د ځينو بهرنيو هېوادونو سفيرانو له افغان چارواکو سره ليدنې او ناستې لرلې.

په يادو پلاوو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال، د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي ټولنې ډیپلوماټان او استازي شامل وو.

دغه راز، په کابل کې د چين سفیر، په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر او په کابل کې د اذربایجان سفیر هم له افغان چارواکو سره لیدنې درلودې. د دې ترڅنګ د ازبکستان په ترمذ کې په یوه غونډه کې د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په مشرۍ يوه پلاوي هم ګډون وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې د یو شمېر بهرنیو ډیپلوماتیکو استازو او سیاسي پلاوو تګ او راتګ دا په ډاګه کوي چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره ټینګې شوې او راشه درشه ورسره موجوده ده.

د سیاسي چارو شنونکی محمدادریس ستانکزي هم پژواک خبري اژانس ته وویل: «بلکل، طبعاً دا د اسلامي امارت له لاسته‌راوړنو څخه حسابېږي، دومره وخت کې له دومره ګاونډیو هېوادونو سره ارتباطات جوړلو، سیاسي نماینده‌ګان منل، یا ورلېږل دا طبعاً د بهرنیو چارو وزارت له لاسته‌راوړنو حسابېږي.»

هغه وویل چې د هېواد دننه ځينو ستونزو، کشمکشونو او کشالو ته هم باید د پای ټکی کېښودل شي؛ ځکه ټوله حکومتولي هم په ګاونډیانو او بهرنیانو نه چلېږي.

له پاکستان د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ دوام

د راپورونو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ د تېرې وري میاشتې په ۲۶مه پیل شوې او کېدای شي په دې پړاو کې پاکستان شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې تېرې ورځ پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته د «پي‌او‌ار» په نوم د ورکړل شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځول شي او د دغو کارتونو لرونکي کډوال به د جون تر وروستیو د ښوونځیو او خپلو بانکي حسابونو په ګډون نورو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، پاکستان کې درې اعشاریه یو میلیون افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۳ ميليونه «پي‌اوار» او شاوخوا ۹۰۰ زره یې افغان سیټیزن کارت «اې‌سي‌سي» په نوم کارتونه لري او پاتې نور یې اسناد نه لري.

د راپورونو له مخې، پاکستان تېر کال په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او تر نيم ميليون یې وایستل.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه هم افغان کډوال رایستل کېږي.

تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سیدحسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستلو برخه کې له نرمښت او زغم څخه کار واخلي او ستونزو ته یې دې رسېدنه وشي.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره په لیدنه کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیا برخه کې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د نړۍوالو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعیداحمد بنوري ویلي چې د دغه ولايت ټولې اړوندې ادارې له پاکستانه د کډوالو د راتګ دويمې څپې ته بشپړ چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې خیبرپښتونخوا کې د حکومت ویاند محمدعلي سیف ویلی، پاکستان کې په قانوني توګه د مېشتو افغانانو ایستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي. ده ویلي هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو پر اساس پاکستان کې اوسېږي، باید نه وځورول شي او نه وایستل شي.

د نجونو زده‌کړې او بشري حقونه

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې «یواېن‌ومن» ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ د نجونو معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې پرمختللي ګامونه اخلي، خو افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه راز، د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې د ښځو پر وړاندې د زده‌کړو او کار محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او په اقتصادي برخه کې یې د افغان مېرمنو لاسته‌راوړنې ستایلې دي.

هغه زياته کړې، د اسلامي هېوادونو لپاره د ښځو تعلیم او تحصیل ارزښتمن دی؛ دغه هېوادونه چمتو دي چې له افغانستان سره په تعلیمي او تحصیلي برخو کې همکاري وکړي.

دغه راز، ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې لیندا ټوماس ګرېنفېلډ په افغانستان کې، د هغه څه په تړاو چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې د ۲۰ کلونو لاسته‌راوړنو له منځه تلل بللي، اندېښنه ښودلې.

خو اسلامي امارت وایي چې افغانستان کې ټولو ته شرعي حقونه ورکړل شوي او د نجونو زده‌کړې هم بندې نه دي، ځنډول شوې او په راتلونکې کې به دا موضوع حل شي.

دغه راز، د کورنیو چارو سرپرست وزیر د بهرمېشتو افغانانو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د زده‌کړو بحث افغانانو پورې اړه لري، خپله ورته لارې چارې برابروي.

هغه زياته کړې: «دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هیڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي.»

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ اروپايي ټولنې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۱۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، د ۱۶۰ تڼه خوراکي توکو مرسته وکړه.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version