ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنوري: له پاکستانه د کډوالو راتګ دویمې څپې ته چمتو يو

بنوري: له پاکستانه د کډوالو راتګ دویمې څپې ته چمتو يو

author avatar
22 Apr 2024 - 16:48
بنوري: له پاکستانه د کډوالو راتګ دویمې څپې ته چمتو يو
author avatar
22 Apr 2024 - 16:48

جلال‌اباد (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار مرستیال والي وايي، د دغه ولايت ټولې اړوندې ادارې له پاکستانه د کډوالو د راتګ دويمې څپې ته بشپړ چمتووالی لري.

پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې پاتې افغان کډوال به هم خپل هېواد ته ستنېږي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه شي په زور به ايستل کېږي.

له کوچني اختر را وروسته د کډوالو د راتګ لړۍ پیل شوې او هر ورځ د تورخم له لارې هېواد ته لسګونه کورنۍ راستنېږي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعیداحمد بنوري چې پرون یې تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو عمري کمپ ته سفر کړی و، د کډوالو راتګ ته یې بشپړ چمتووالی وښود.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وويل: «اسلامي امارت مکمله امادګي نیولې ده، د دوی د انتقال، دوی ته د امکاناتو برابرولو ضرورت وي، دوی ته د نغدو پیسو ورکولو او خپلو ولایتونو ته د رسولو او نورو ټولو برخو کې اماده یو.»

هغه د پاکستان په ګډون ټولو بهرنيو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو باندې غږ وکړ چې هېواد کې امنیت موجود دی، بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بيا ابادۍ کې دې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور راایستلو لومړي پړاو کې چې د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال په وروستيو کې پيل شوی و، تر اوسه شاوخوا ۹۰ زره افغان کډوالې کورنۍ یوازې د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن وايي چې د دغو کورنيو لږ تر لږه ۷۰ سلنه یې همدلته په ننګرهار کې مېشتې شوې چې د شاوخوا ۱۷ ولایتونو خلک په کې شامل دي.

مسوولين وايي، دغو ټولو کورنيو سره د راتګ په ورځ او تر هغې وروسته هم څو ځلې مرستې شوې دي.

خو راستانه شوي کډوال بیا د سرپناه او کار برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.