Pajhwok Afghan News

ميدان‌وردګو کې وروستیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د ميدان‌وردګو ولایت په بېلابېلو سيمو کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي، دوه ټپيان دي،۶۰۰ جریبه ځمکه او ۳۶ کورونه په بشپړ او نیمه ډول وران شوي دي.

دا څرګندونې د ميدان‌وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مشر فیض‌الله جلالي نن (د غویي درېیمه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وویل: «دایمیردادو ولسوالۍ کې د یوه کور د دېوال نړېدو له امله یو ماشوم شهید شوی او یوه زنانه په کې ټپي شوې، په چک ولسوالۍ کې یوولس کلن ماشوم چی سېلاب وړی و جسد یې په لوګر برکي‌برک ولسوالۍ کې موندل شوی او د بهسودو په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې سېلابونو يو کس وژلی او یو بل يې ټپي کړی دی.»

دغه راز ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د تېرو څو ورځو سېلابونو له امله د یاد ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۱۹ کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي، ۱۷ نور زیانمن شوي، ۳۲ څاروي تلف شوي، پنځه پلچکونه او ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دوې ورځې مخکې وویل چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو (غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند، بدخشان، لغمان او ننګرهار) کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه، ۱۲ نور ټپیان او ۳۰۲ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

Views: 11

Exit mobile version