Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زدهکوونکو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د زون په کچه کلنیو سیالیو ته د چمتووالي او لوبغاړو غوراوي په موخه د اوو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۵۰ زره جریب غصب شوې کرنیزې دولتي ځمکې له ډلې یې شل زره جریب بېرته راګرځولې او د پاتې نورې خلاصولو هڅې روانې دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالي کې یو ۵۸۰ مسافروړونکی موټر له غره سره لګېدلی او نهه کسان پهکې ټپيان شوي دي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې موټرچلوونکي شکایت کوي چې د ښار په څلورلارو او عمومي واټونو کې د ښاري خدمتونو په نوم ترې د نظم خلاف پیسې اخیستل کېږي خو مسوولین وايي، د دغه کار مخه نیسي.
بغلان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یې د امنیتي کامرو لګولو لړۍ پیل کړې او وروسته به ولسوالیو ته هم دغه پروسه وغځول شي.
د بغلان پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ټولو ۵۷۰ ښوونځیو له ډلې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې د دېوالونو او ونو سیورو ته زدهکړې کوي.
ځايي سرچینې وايي، د بغلان په تالهوبرفک ولسوالۍ کې د تېر حکومت د یوه ولسوال محمداسماعیل زوی په ډزو وژل شوی دی.
د بغلان د ټولګټو ریاست وايي چې د پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک څه باندې دوه کیلومتره برخه د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت ورغول شوه.
د بغلان د امنیه قومانداني مسؤولین وايي، د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې یو فلانکوچ موټر چپه شوی دی.
بغلان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې، د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن