ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري 

12 Mar 2024 - 13:56
12 Mar 2024 - 13:56

پلخمري (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د بغلان پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ټولو ۵۷۰ ښوونځیو له ډلې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې د دېوالونو او ونو سیورو ته زده‌کړې کوي.

د بغلان پوهنې رییس مولوي محمدنور عزیزي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې ټول ۵۷۰ دولتي ښوونځي دي چې ۲۰۹ یې لا هم ودانۍ نه‌لري او ۵۱ زره ۵۴۴ زده‌کوونکي یې له تېرو څو کلونو راهیسې د ونو او دېوالونو سیورو ته زده‌کړې کوي.

هغه وایي، روان کال یې ۶۳ ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه او نهه زره ۴۷۶ زده‌کوونکو ته په یو شمېر ښوونځیو کې ټولګي جوړ کړي دي.

نوموړي ونه ویل چې د یادو ښوونځیو ودانیو ستونزه به کله هواره شي خو په خبره یې، د راتلونکي ښوونیز کال لپاره یې ټولو هغو ښوونځيو ته خېمې وېشلي چې ودانۍ نه‌لري.

بلخوا د پلخمري ښار اړوند اکاخېلو کلي د ګذر وکیل محمدرسول وایي، په کلي کې نږدې ښوونځی نه لري چې له امله یې ډېر شمېر ماشومان له زده‌کړو پاتې دي.

دی وایي، د مخکني حکومت پر مهال یې په ځلونو د ښوونځي جوړېدو غوښتنه کړې، خو په خبره یې چې چا یې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې د اکاخېلو کلي له زده‌کړو محروم سلګونو ماشومانو ته دې ښوونځي جوړ کړي.

ورته مهال، د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ د خوش‌درې کلي اوسېدونکی کریم‌داد وايي، له کلي پنځه کیلومتره لرې، د هزاره‌بای په نوم سیمه کې د محمدمراد شهید لېسه ده خو ودانۍ نه لري.

هغه وايي، یادې لېسې ته چې د جوړېدو یې ۱۵ کاله کېږي، د شاوخوا څلوېښت کلیو ماشومان ورځي، خو ډېر کله د سړې هوا او یا هم ګرمۍ پر مهال په‌کې زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۰۰ نوې سیمه‌ییزې مدرسې جوړې شوې دي.

Views: 270

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version