ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ٩٠ ښوونځي ودانۍ نه لري

1 Sep 2023 - 08:55
1 Sep 2023 - 08:55

خوست ښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د خوست پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت ۹۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې د ونو سيوري ته او يا په نورو نامناسبو ځايونو کې زده‌کړې کوي.

هغوی وايي یاد ښوونځي د دغه ولايت په لرو پرتو سیمو کې موقعيت لري چې زده‌کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د يادو بې سرپناه ښوونځيو له ډلې يو هم د عليشېرو ولسوالۍ اړوند تريزيو سيمه کې د سين خور په نوم د هلکانو او نجونو ګډ منځنۍ ښوونځی دی.

۱۳ کلن سالم چې د دغه ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وایي، ښوونځی يې ودانۍ نه لري او دوی د ونو سيوري ته زده‌کړې کوي.

هغه وويل، د ودانۍ سربېره دوى د تختې، کتابونو او کتابچو په برخو کې هم ستونزې لري چې بايد حل شي.

نوموړي زياته کړه: «مشکلات دا دي چې تعمير نه لرو په ګرمۍ کې ګرمي وي، په ژمي کې ساړه وي او کله چې باران وي موږ کورونو ته ځو بيا درس نه وي.»

د دغه ښوونځي د څلورم ټولګي زده‌کوونکې ۱۱ کلنې مشيته هم پژواک ته وایي چې ښوونځی يې ودانۍ نه لري.

هغې په خپلو خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د سرپناه لپاره دې ورته امکانات برابر کړي.

هغه وايي: «موږ داسې په غره کې د ونو لاندې درس وايو، تعمير نه لرو، چې باران شي نيم ساعت درس مو نه وي ويلی بيا خپلو کورونو ته ځو.»

ورته مهال د سين خور په نوم د ياد منځني ښوونځي مسوولين وايي، په دغه ښوونځي کې ټولټال ۸۵۷ زده‌کوونکي درس وايي، چې ۳۸۸ يې نجونې دي.

د ياد ښوونځي يو ښوونکي ظابط خان پژواک ته وويل، په داسې حالاتو کې زده‌کوونکي هغه ډول چې لازمه ده، زده‌کړې سر ته نه شي رسولی.

نوموړي زياته کړه، نږدې ۱۵ کاله کېږي چې دا ښوونځی جوړ شوی خو تراوسه ورته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

هغه زياتوي: «د تعليم په باره کې دې ته ډېره اړتيا ده، ځکه چې تخته نه وي، کتاب نه وي، تعمير نه وي او ښه کوټه نه وي هلته زده‌کوونکي ښه درس نه شي ويلی، ځکه چې دا پر شاګرد منفي اثر کوي. له حکومت او نړۍوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي.»

بلخوا د خوست د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي د دوی هڅه دا ده چې د نړۍوالو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولايت کې ټولو بې سرپناه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

د خوست پوهنې رياست تدريسي مرستيال خيروګل خيرخوا پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې ټولټال ۳۷۱ دولتي ښوونځي موجود دي، چې له دې ډلې ۸۱ يې د نجونو دي.

هغه وويل چې له يادو ۳۷۱ ښوونځو څخه ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځينو لپاره يې بيا د خيمو اسانتياوې هم نشته دي.

هغه زياته کړه: «زموږ غوښتنه يوازې د بهرنيو هېوادونو څخه نه، د شتمنو خلکو څخه هم دغه ده، هغه چې وايي معارف د ټولو ګډ کور دی بايد موږ سره زياته همکاري وکړي څو هغه زده کوونکي چې باد، باران او سره لمر ته کيني زده کړې کوي يو مناسب ځاى ورته برابر کړو.»

دغه راز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وويل، په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو هغه ښوونځيو ودانۍ چې د جګړو او د طبيعي افتونو له امله تخريب شوې وې بېرته رغول شوې دي خو اوس هم د ۶۰ ښوونځيو ودانۍ بيارغولو ته جدي اړتيا لري.

Views: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version