ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست يو شمېر زده‌کوونکي: ښوونځي مو په جګړو کې ويجاړ شوي، بېرته دې ورغول شي

18 Jun 2023 - 13:57
18 Jun 2023 - 13:57

خوست ښار (پژواک، ٢٨ غبرګولى ۱۴۰۲): په خوست کې هغه زده‌کوونکي چې د ښوونځيو ودانۍ يې د تېرو جګړو پر مهال تخريب شوې دي، له حکومته يې د بيارغولو غوښتنه کوي.

د دغه ښوونځيو له ډلې يو هم د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني‌خېلو سيمې د «پلوسۍ» منځنی ښوونځی دى.

جګړو د یاد ښوونځي د ودانۍ هېڅ دروازه او کړکۍ روغه نه ده پرې اېښې، د ځينو ټولګيو دېوالونه او چتونه هم پر بمونو الوځول شوي دي.

د یاد ښوونځي زده‌کوونکي وايي، د ښوونځي ودانۍ یې ويجاړه شوې، دوى پکې په سمه توګه زده‌کړې نه شي کولى او حکومت دې باید بېرته ورغوي.

د پلوسۍ ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکي حسين‌الله پژواک اژانس ته وويل: «دا تاسې خپله وينئ چې په بمونو لګيدلی دی، سوری سوری دی، نه يې دروازې شته، نه کړکۍ چې باران شي ټول را څاڅي.»

د یاد ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکي زرمان‌الله پژواک اژانس ته وويل، د باد او باران په وخت کې يې ښوونځی رخصت وي، ځکه ودانۍ يې له هره پلوه سورۍ سورۍ ده.

هغه له حکومته په ځانګړي ډول د خوست د پوهنې له رياست څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځي ودانۍ دې ورته له سره ورغوي.

هغه وايي: «ستونزه دغه ده چې زموږ د مکتب وضعیت ډېر خراب دى، له ډېر مخکې راهيسې په بمونو الوځول شوی، کله چې باران وشي راڅاڅي او چې باد وي په صنفونو کې ګردونه وي، ساړه وي.»

د ياد منځني ښوونځي يوه ښوونکي کميرخان هم پژواک ته وويل چې په دغه شان ويجاړه ودانۍ کې دوى زده‌کوونکو ته په سمه توګه تدريس نه شي کولی.

هغه له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څومره ژر وي نو د دغه ښوونځي ودانۍ دې ترميم کړي.

نوموړي زياته کړه: «مکتب تاسې خپله وينئ چې له څو کلونو راهيسې تخريب شوى او پر بمونو الوځول شوی. هيله او غوښتنه مو له همکارو موسسو او دولت څخه دغه ده چې د مکتب په بيارغونه او ترميم کې موږ سره همکاري وکړي، ترڅو دغه شاګردان په ښه او ارام چاپېريال کې زده‌کړې وکړي.»

دغه‌راز د تېرو جګړو پر مهال د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ د مرکزي ښوونځي د ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوې دي.

د دغه ښوونځي يوه زده‌کوونکي احمدخان پژواک اژانس ته وويل، د دوی ډېر زده‌کوونکي سره لمر ته کېني، ځکه ټولګي يې د جګړو له امله ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه: «د پوهنې رياست ترڅنګ د داخلي او خارجي موسساتو څخه مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځي ورانې برخې له سره راته ورغوي؛ ځکه موږ ډېر په ستونزو کې يو، ځکه سم درس نه شو ويلى، کله لمر وي، کله باد او باران وي.»

د يو شمېر نورو ښوونځيو زده‌کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د خپلو ښوونځيو د ويجاړو برخو د بيارغونې غوښتنه وکړه.

بلخوا، د خوست د پوهنې رياست مسوولين بيا وايي چې دوی دا ستونزه درک کړې او د حل لپاره يې له اړوند مسوولينو سره خبرې شوې دي.

د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيدکبير سنګين پژواک اژانس ته وويل، دا مهال په دغه ولايت کې د ۱۰۸ ښوونځيو ودانۍ اساسي او سطحي ترميم ته اړتيا لري.

هغه د يادو ښوونځيو د تخريب لاملونه جګړې، زلزلې، سېلابونه او بې‌کيفيته چارې يادې کړې.

نوموړي زياته کړه: «ټول خوست کې خو تر سلو پورې ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري. دغه ستونزه درک شوې او شريکه شوې ده. ۱۰۸ ښوونځي ترميم ته اړتيا لري چې ځيني يې اشد او ځيني سطحي ترميم دى.»

د يادونې ده، د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د جګړو له امله د ګڼ شمېر ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې دي چې دا مهال جدي بيارغونې ته اړتيا لري.

Views: 136

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version