ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

د بغلان نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
6 Sep 2023 - 15:59
د بغلان نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
6 Sep 2023 - 15:59

پلخمري (پژواک، ١٥ وږی ۱۴۰۲): د بغلان د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت د ٥٢٧ ښوونځيو له ډلې ٢٠٩ يې ودانۍ نه لري چې له امله یې زده‌‎کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د بغلان د پوهنې رييس مولوي محمدنور عزیزي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د نجونو په ګډون ٣٣٧ زره زده‌کوونکي په ٥٢٧ ښوونځيو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وايي، د يادو ښوونځيو له ډلې ٢٠٩ يې ودانۍ نه لري چې له امله يې څه باندې ٥١ زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

عزيزي زياتوي، له يو شمېر موسسو سره يې يادو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو په اړه خبرې کړې خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دى شوى.

عزیزي وويل، ځينو ښوونځيو ته سږ کال خېمې ورکړل شوې او د ځينو د کتابونو کموالي ستونزه هم هواره شوې ده.

دى وايي، هڅه کوي چې د پوهنې برخه کې د زده‌کوونکو ستونزې هوارې کړي خو دا هر څه وخت ته اړتيا لري.

دغه راز په بغلان کې د عبدالرحمن بن عوف ښوونځي سرښوونکي فضل‌الرحمن انصاري پژواک ته وويل، له پخوا راهيسې یې د ښوونځي زده‌کوونکي د ونو او دېوالونو سيورو ته زده‌کړې کوي.

هغه وايي، د ښوونځي ودانۍ موضوع يې څو ځلې د پوهنې له رياست او مرستندويه موسسو سره شريکه کړې خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د نوموړي په خبره، سږ کال د زده‌کوونکو د کتابونو ستونزه هواره شوې او د خېمو د ورکړې ژمنه ورسره شوې خو تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د ډنډ شهاب‌الدين سيمې د بي‌بي امنې لېسې پخواني مدير نورالحق پژواک ته وويل چې دغه ښوونځی يوازې پنځه ټولګي لري او د زرو په شاوخوا کې زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې درس ويي.

هغه زیاتوي، د ودانۍ نشتوالي له امله يې درسي ساعتونه له ٤٥ دقيقو ٣٠ دقيقو ته راکښته کړي وو خو يو ښوونکى نه شي کولاى په ٣٠ دقيقو کې درسي پلان په سم ډول تطبيق کړي.

دغه راز د عبدالرحمن بن عوف ښوونځي يوه زده‌کوونکي نورالله پژواک ته وويل، ښوونځى يې ودانۍ نه لري چې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، ډېرى وخت د باد او باران پر مهال رخصت وي او درسونه يې نيمګړي پاتې کېږي.

هغه له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ښوونځي ودانۍ ستونزه یې هواره کړي.

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ په ډېرو نورو ولايتونو کې هم سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي او له ستونزو سره مخ دي.

Views: 592

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.