بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د بغلان ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د بغلان ولایت د…
د بغلان ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د بغلان ولایت د…
د بغلان امنیه قومانداني وایي د دغه ولایت اړوند شمالي سالنګ کې د دوو باروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
بغلان کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بورکه، ډنډغوري، دهنهغوري او خنجان ولسوالیو کې د سېلابونو راتلو له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د بغلان ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نوی صنعتي پرانیستل شو او د شاوخوا دوه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د وریجو د پروسس یوې فابریکې جوړولو چارې…
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د څو کسانو له خوا ډزو کې درې تنه وژل شوي، څلور ټپیان دي او د برید په تړاو دوه کسان نیول…
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو ټانکر موټرو د ټکر له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې…
د ټولګټو وزارت وایي چې په بغلان ولایت کې د نهرین - جلګې عمومي سړک د لومړۍ برخې رغولو چارې پیل شوې. د ټولګټو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په بغلان کې د نهرین…
د ملي دفاع وزارت وايي چې د بغلان په پلحصار ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي. د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه وسلې او…
بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خنجان او دوشي ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او…
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د کرکټ د یوه لوبغالي او اکاډمي جوړولو چارې پیل کړې دي. کرکټ بورډ نن…
بغلان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه…
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کرکر سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي.
شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د بغلان د دهصلاح ولسوالۍ د قاسان درې په ګدالي کلي کې د یوې ناموسي قضيې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې یوه دښمنۍ کې تر اوسه ۱۲۰ کسان وژل شوي خو لا پای ته نه ده رسېدلې؛ اوس یې ښکېل لوري د سولې او جرګې غوښتنه کوي.
بغلان کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېر یوه کال کې دغه ولایت کې څه باندې ۱۷۰۰ کسان د نريرنځ پر ناروغۍ اخته شوي چې ډېره برخه یې ښځې وې.
د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.